زابل ولایت د یو شمیر ښوونځیو له کرکټ ټیمونو سره د ورزشي توکو مرسته وسوه

د پوهني ریاست د مسوولینو په خبره دوی د زده کوونکو د زده کړو تر څنګ د هغوی روغتیا او سپورت ته هم پاملرنه کوي.

دغه ورزشي توکي چي د کرکټ اوړنده اولس رکمه شیان پکښي شامل دي نن د دې ولایت دپوهني ریاست له خوا د مرکز کلات د اوو ښوونځیو پر کرکټ لوبډلو وویشل سول او وروسته به د نورو ولسوالیو زده کوونکو ته هم ورکړل سي. 


د زابل د پوهني رئیس نصرالله زاهد وویل چي د دوی ریاست د زده کوونکو د تعلیم او تربیې ترڅنګ د هغوی روغتیا او ورزش ته هم پاملرنه کوي او ځکه یې ورته له خپلي بودیجې څخه دا شیان خریداري کړل او نن یې ورته وویشل. 
نوموړي وویل چي پر دې توکیو باندي درې لکه او شل زره افغانۍ لګښت راغلی د کرکټ ټول ضروري شیان پکښي شامل دي چي ورسره به د ښوونځیو کرکټ لوبډلي پیاوړي سي .

پر همدې مهال یو شمیر هغه لوبغاړي چي دا توکي ورته توزیع سوي دي وایی چي په وروستیو کي افغان دولت له لوري ورزش ته پاملرنه ډیره سوې ده او ورسره کرکټ پرمختګ کړی دی. 
دوی وایي دا ورزشي توکي چي د پوهني ریاست له خوا ورکول سول د دوی ټول ضرورتونه پوره کوي او دوی به وکړای سي چي په ښه ډول د کرکټ لوبه وکړي .


د زابل د کرکټ بورډ مسوولین هم د پوهني ریاست دا نوښت ستايي او وایي چي ورزش هم د ځوانانو لپاره د تعلیم په څیر اهمیت لري او باید لا نور هم تقویه سي. 
د دې ولایت د کرکټ بورډ امر محبوب محبت وایي دا مهال زرګونه ځوانان په زابل کي په دغه لوبه بوخت او له جګړو او نشه یي توکیو راګرځیدلي دي.  
د زابل د پوهني ریاست مسوولین په داسي حال کي د ښوونځیو زده کوونکو ته ورزشي لوازم برابروي چي همدا اوس په دې ولایت کي د کرکټ د یو لوی سټوډیم د جوړیدو کار هم روان دي چي د مسوولینو په خبره ژره به ګټي اخیستني ته وسپارل سي.

خبریال: محبوب حکیمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...