زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ مسوولین:د ملي اردو او پولیسو له خوا په ترسره سویو بریدونو کي ۳۰ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ مسوولین وایي چي د ملي اردو او پولیسو له خوا په ترسره سویو بریدونو کي دېرش تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی هغه لوی برید له ماتي سره مخ سوی چې پر مهال یي دوی غوښتل د ارغنداب ولسوالۍ ته سقوط ورکړي .

چارواکی وایی دغه سخته جګړه تیره شپه د زابل ولایت په شمالی ولسوالی ارغنداب کی رامنځ ته سوې ده چې پر مهال یی افغان هوایی ځواک هم په جګړه کې برخه درلوده.

د دې ولایت امنیه قومندان سمونوال مصطفی مایار له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د شپې یوه بجه وسله والو د ملی امنیتی ځواکونو پر پوستو په سپکو او درنو وسلو برید پيل کړ چې تر ډیر وخته پوري يې دوام درلود.

نوموړی  وویل چې د ملي اردو او پولیسو په ځوابي  په بریدونو شل تنه د دولت وسله وال مخالفین وژل سوي دي او لس تنه نور يې ټپيان دي او برید یې هم پر شا تمبول سوی دی. 

مایار زیاتوی چی په دغه جګړه کې څلور پولیس هم وژل سوی او دوه تنه نور ټپيان دي .

وسله والو طالبانو تر اوسه پوري د حکومتی مسوولینو د دغې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د زابل ولایت امنیتي چارواکي په داسي حال کې د دیرش تنو وسله والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي چې دوې ورځې وړاندي هم د یو هوایی بریدو په ترڅ کې د نوبهار ولسوالی په مربوطاتو کې نژدې لس تنه د دولت مخالفین وژل سوی و.

ځایی مسوولین وایی په دې وروستیو کې د دوی له لوري پر مخالفینو هوایي او ځمکني بریدونه زیات سوي دي چې له امله یې د پراخي مرګ ژوبلي ترڅنګ یو شمېر سیمي هم تصفیه سوې دي.

خبریال: محبوب حکیمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...