د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کي تېره شپه د بهرنیو ځواکونو هوايي برید کي د ترینکوټ لپاره د طالبانو د نظامي مسوول ملا یاسر او د کوټوالو او شامنصورو امنیتي کمربندونو د جګړې رهبري کوونکی طالب قومندان سالار په ګډون شل طالبان وژل شوي.
د ارزګان د امنیه قومندانی د لومړي کنډک قومندان زین الله چي په ملک مشهور دی د کندهار ملي راډيو تلوېزیون ته وویل دغه ډله وسله وال طالبان پر مرکز ترینکوټ د بریدونو لپاره “ده جوز” سیمه کي را ټول شوي وه چي هوايي برید ورباندي شوی.
ملا یاسر او سالار روزګان کي د وسله والو طالبانو مهم غړي وه.
ملک وايي د ترینکوټ ښار شمال لویدیځ ته یې هم د افغان ګډو ځواکونو عملیاتو کي پرمختګ کړی او ګڼ ماینونه یې کشف او خنثی کړي دي.
د نوموړي پر وینا د صوفیانو سیمه یې له وسله والو طالبانو پاکه کړې او هلته یې ستراتیژیکو سیمو کي پنځه امنیتي پوستې هم جوړي کړي دي.
خبریال: بریالی انصاري