روزګانیان: پاکستان د ډیري مودې راهیسې دلته د جګړې اورته پوکی ورکوي

دا او دېته ورته څرګندوني نن د روزګان ولایت قومي مشرانو ځوانانو او دیني عالمانو د ورزګان ولایت  مقام کي  دسولي د نړیوالی ورځي په مناسبت جوړه سوي غونډي پرمهال وکړې.

د روزګان ولایت مقام احمد شاه ابدالي تلار کي د دغه ولایت دولتي چاروکي،قومي مشران ،دیني عالمان سپن ږیري ،ځوانان ، او میرمني راغونډي سوي او په یوه ږغ د سولي غوښتنه کوي.

له جګړو ستړي روزګانیان د سولي ممکنه لاري په لټه کي دي.

دغه غونډه چي اصلې موخه یی د سولي نړیوالي ورځي لمانځنه ده پکښي د روزګان ولایت قومي مشرانو، ځوانانو او دیني عالمانو پر ښکیلو خواوو ږغ وکړه چي د ممکنه سولي راتګ لپاره یو موټي سې اوپه هیواد کي د بهرنیو هیوادونو لاس وهنو ته اجازه ورنکړې.

د تل په څیر پر پاکستان او یو شمیر نورو  ګاونډیو هیوادونو تور دی چي د افغانستان ثبات نسې زغملی .

په غونډه کي نوري خبري دا وې چي افغانانو لا تروسه د سولي اصلي مسیر ندی موندلی او د ورک منزل لاره لټوي

روزګان ولایت چي  تل ترې د جنګ جګړو خبرونه خپریږي وګړي له جګړو سخت ستړي سوي غوښتنه کوي چي امن ژوند رسیدو لپاره دي نړیوال لاس نیوی وکړي

خبریال: بریالی انصاري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

نن دافغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون په مسجد کي دکندهار په وروستۍ پېښه کې د دغه ولایت د ملي راډیو ټلوېزیون د شهید سوي کمره مین د فاتحې مراسم ترسره سول

په دغو مراسمو کې د  افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون رهبرۍ او د ملي راډیو ...