د کندهار په ځينو ولسوالیو کي د پولیو څلور ورځنی کمپاین پيل سو

د دوشنبې په ورځ د مسؤلینو له لوري د یاد کمپاین پیل د ژړۍ ولسوالۍ د سنځري په سیمه کي وسو، چي پر مهال به يې په پنجوايی، دامان، تخته پل، سپین بولدک او ژړۍ ولسوالیو کي ۱ سلو ۷۹ زره ماشومانو ته دپولیو واکسین ورکول سي.

د پولیو د مسؤلینو په خبره لا هم په ځينو ولسوالیو کي د ځينو ستونزو له کبله ۱ سلو ۱۵ زره ماشومان د پولیو د څاڅکو څخه محرومه پاته کیږي او په دې برخه کي يې د ځايي مسؤلینو څخه د همکارۍ غوښتنه کول.

د دوشنبې په ورځ د کندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ په سنځري سیمه کي د پولیو څلور ورځنی کمپاین پیل سو، چي پر مهال به يې د څلورو ورځو په لړ کي په پنجوايی، دامان، تخته پل، سپین بولدک او ژړۍ ولسوالیو کي ۱ سلو ۷۹ زره ماشومانو ته دپولیو واکسین ورکول سي.

د ډاکټر عبدالجبار د کتلوي معافیت مسؤل ډاکټر عبدالشکور نصرت رسنیو ته وويل، چي د یاد کمپاین پر مهال بیا هم په معروف، میانشین، نیش، خاکریز، او د شاولیکوټ په ځينو سیمو کي ۱ سلو ۱۵ زره ماشومان د پولیو د واکسین څخه محروم پاته کیږي او په خبره يې اساسي ستونزه داده، چي دوی غواړي کور په کور د پولیو واکسین تطبیق کړي خو ځايي اوسیدونکي وايي، چي دوی ته به مسجد په مسجد د پولیو واکسین تطبیقوي.

په ورته وخت کي د ژړۍ ولسوال مولوي محمد شفیق هم د خپله اړخه ډاډ څرګند کړ، چي دوی او په ولسوالۍ کي يې مېشت ولسونه، قومي مخور او علماء د پولیو په تطبیق کي بشپړه همکاري کوي او دوی به هیڅ چاته اجازه ورنکړي، چي د پولیو د واکسین مخنیوی وکړي او یا هم ستونزي ورته جوړي کړي.

باید وویل سي، چي په ۲۰۱۸م کال کي د نړۍ په سطحه ۱۸ د پولیو مثبتي پيښي موجودي وې، چي له هغه جملې په افغانستان کي  ۱۴، د جنوبي حوزې په سطحه ۹ او په کندهار کي ۷ مثبتي پيښي موندل سوي دي، چي له جملې يې یوه په هلمند، یوه په روزګان، ۳ په شاولیکوټ، یوه په ارغنداب، یوه په خاکریز او یوه هم په ډنډ ولسوالۍ او وروستي پیښه د کندهار ښار د نهمي ناحيي په لویه ویاله سیمه کي تثیبت سوي ده.

خبریال: احمد بهیر احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معلولینو د ورځي لمانځل باید نمایشي نه وي

هلمند کي د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون د معلولینو د ورځي په لمانځغونډه کي له دولت ...