د کندهار والي د خواشینۍ پیغام !

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د کندهار با استعداده ځوان، مدني فعال او د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره ولسي جرګې ته خپلواک نوماند محمد ناصر مبارز  د اولي امنيتي حوزې اړوند د خاد کوڅې ته څېرمه د وسلوالو مخالفینو لخوا د يوه چرکي بريد په پايله کي په شهادت ورسېدی .
انا لله وانا اليه راجعون
دا په داسي حال کي ده چي وسلوال مخالفين مو وخت پر وخت با استعداده او تنکي ځوانان له منځه وړي ترڅو خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي، خو د دې هېواد هر ځوان د مبارز غوندي باشهامته، د ښه استعداد خاوند او پر خاوره او خلکو مين ځوان دی .
هيڅکله د دې هيواد زړور ځوانان د هيواد د دفاع په موخه سپېڅلې مبارزه نه پرېږدي او دښمن ته موقع نه ورکوي چي د دې خاوري او خلکو پر ضد راپورته سي .
د کندهار ولايتي اداره د ناصر مبارز شهادت لويه تشه بولي او ورته د لوي خداي.ج. له درباره د جنت الفردوس غوښتنه کوي او کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتلو دوعا کوي .

تورنجنرال زلمی ويسا 

د کندهار والي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د کندهار یو شمېر ښځي راوتلي او د شهيد سترجنرال عبدالرازق د قاتلینو د نيولو غوښتنه کوي

دغه ښځي چي د کندهار ښار اړوند د شپږمي حوزې د سرپوزي زندان مخ ته ...