د کندهار د ټاکنو ولايتي دفتر دروازه نن اعتراض کوونکو خلاصه کړه او د اعتراض خېمه یې هم ټوله کړه

اعتراض کوونکي وايي، چي مرکزي حکومت یې غوښتني منلي دي.

خو ګواښ يې وکړ، چي که يې غوښتني عملي نه سوې، دوی به د رايي ورکولو په ورځ خلګو ته اجازه ورنکړي چي رايه ورکړي.

په کندهار کي اعتراض کوونکو هغه خېمه ټوله کړل، چي د شفافو ټاکنو او په ټاکنو کي د باميټريک سيستم غوښتنه يې کړې وه.

اعتراض کوونکي وايي، چي مرکزي حکومت يې غوښتني منلي دي.

د کندهار د ټاکنو ولايتي دفتر شاوخوا لس ورځي د اعتراض کوونکو له لوري تړل سوی و، خو اعتراض کوونکي وايي، چي که یې غوښتني عملي نه سي، د رايي ورکولو په ورځ به د رايي مرکزونه بندوي او خلګو ته به د رایي ورکولو اجازه ورنکړي.

د کندهار ولايتي شورا غړي، چي د اعتراض کوونکو سره يو ځای ول، د کورنيو چارو پر وزارت هم نيوکي وکړې، چي په ځينو سيمو کي د مدني حرکتونو مخنيوی کوي.

دوي وايي، چي د خپل د ولس د حق د غوښتلو لپاره یې ږغ پورته کړی او د هیچا ګواښ ورته د منلو ندی.

د کندهار د ټاکنو ولايتي مشر نعمت الله وردګ وایي، د اعتراض کوونکو غوښتني مرکزي رهبرۍ منلي او ددوي ولايتي کارونه منظم دي، هغه ډاډ وړاندي، چي تاکني به په شفاف ډول تر سره سي.

لس ورځي مخکي د ملي اتلاف غړو په ځينو ولايتونو کي د ټاکنو مرکزونه وتړل او غوښتل یې، چي په ټاکنو کی دي د باميټریک سيسټم فعال او ټاکني دي شفافي وي، خو په هرات او ننګرهار کي امنتي ځواکونو د اعتراض کوونکو خېمي ليري کړي او بيرته يې د ټاکنو ولایتي دفترونه خلاص کړل.

خبریال: احمد شاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...