د کندهار د ملي امنیت ریاست د ترهګريزو بريدونو پنځه کسيزه ډله نيولې

يادو کسان په کندهارښار او ولسواليو کي وسله وال ترهګريز او چرکي بريدونه ترسره کول،چي دملي امنيت دمنسوبينو له لوري ديولړ استخباراتي معلوماتو پربنسټ په ځانګړو عملياتو کي نيولي سوي دي.

نيول سوو کسانو هم پرخپلو کړونو اعتراف کړی دی.

 حميد‎الله او محمدسالم  د وسله والو ترهګرو د نظامي کمېسیون غړي دي او نعمت الله،عبیدالله اوجان محمد بيا دوسله والو ترهګرو ګروپي غړي دي،چي د کندهارملي امنيت دمنسوبينو له لوري دځانګړو عملياتو په ترڅ کي نيول سوي دي.
يادو پنځو تنو تــرهـګرو د کندهار ولایت په میوند اوژړۍ ولسوالیو کي د دولت پر ضد وسله وال تروریستي فعالیتونه تر سره کول اوهمدارنګه د نوموړو ولسواليو په اړوند ساحو کي يې د ملي اوردو پر قرارګاوو او امنیتي پوستو باندي په ډلیزو بریدونو کي هم برخه اخيستې ده.


همدارنګه د نظامي کمېسیون غړو په خپلوسيموکي دامامت څخه په استفاده عام خلک د دولت په ضد پارول.

نيولو سوو کسانوپرخپلوجرمونواعتراف کړي او دامني ،چي په يولړترهګريزو بريدونو کي يې ګڼ شمېرکسان په شهادت رسولي دي.

په دې وروستيوکي دملي امنيت ځانګړوځواکونو د وسله والو ترهګرو پرضد خپل ځانګړي عمليات ډېرکړي ،چي په ترڅ کي يې دښمن ته سخته ضربه رسولې او دهغوئ زيات شمېر مهم قوماندانان او غړي يې ژوندي نيولي دي.

خبریال: احمدشاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...