اته کارېزونه، چي د مېل او انځرګي په سیمه کي دي، د جګړو او نورو طبیعي افتونو له امله بند سوي او خراب سوي دي.
ددې ترڅنګ د داود خان د حکومت یوه پخوانۍ کلا او علاقه داري، چي ټوله نړېدلې، د بیارغولو کار یې پيل سو.
همداشان د کندهار د امنیه قوماندان په غوښتنه د تخته پل د غرو او تپو په خوله کي د یوه لوی بند جوړېدو کار هم روان سو.
ددې بند په جوړېدو نه یوازي د کښتونو لپاره شپږ میاشتي اوبه برابرېږي، بلکي په مسیر کي یې کورونه له سېلابونو په امان کېږي او د اوبو سطحه یې لوړېږي.
د بند تر څنګ د کلا رغولو او بندونو پاکولو لګښت خپله جنرال عبدالرازق ورکوي.
نیوز څانګه