د ډنډ ولسوالۍ د معتادينو د درملني له مرکز څخه د سې شنبې په ورځ ۲۵ تنه په نشه روږد کسان تر درۍ مياشتنۍ درملني وروسته خپلو کورونو ته ستانه سول

د کندهار د امنيې قوماندانۍ د نشه يې توکو په وړاندي د مبارزې مدير څارمن عبدالباقي احساس وايي، دا د کندهار او د يو شمېر نورو ولايتونو معتاد ځوانان وو چي د پوليسو له خوا په ښار کي تر نيول کېدو وروسته دغه مرکز ته د درملني لپاره راوستل سوي وو.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ د نشه يې توکو په وړاندي د مبارزې مدير کندهار راډيو تلوېزيون ته وویل، چي ددغو معتادو کسانو درملنه د درو مياشتو په موده کي سوې، چي تر رغېدو وروسته خپلو کورنيو ته ستنيږي.

عبدالباقي احساس وايي، د تيرو څوکلونو راهيسي چي په نشه د روږدو کسانو د درملني دغه مرکز د کندهار د امنيې قوماندانۍ له خوا په ډنډ ولسوالۍ کي جوړ سوى پر مهال يې د سلګونه روږدو کسانو درملنه کړې ده.

دى وايي، همدا اوس هم ګڼ شمېر نور نشه يان تر درملني لاندي دي، څو له نشو عادي ژوند ته را وګرځول سي.

هاخوا بيا د ډنډ ولسوالۍ د معتادينو د درملني د مرکز يو تن موظف ډاکټر محمد موسي وايي، چي دلته يې په نشه د روږدو کسانو درملنه په ښه ډول کړې خو نوموړي په نشه د روږدو کسانو له کورنيو غوښتنه وکړه، چي د خپلو کورنيو غړو ته پام وکړي او د نشه يې توکو له استعماله يې په جدي ډول وګرځوي.

هغه کسان چي د متعادينو په دې مرکز کي يې درملنه سوې ډېر خوښ دي چي خپلو کورنو ته ستنيږي.

دوئ له کندهار راډيو تلوېزيون سره په خبرو کي وويل، د کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله يې نشو ته مخه کړه، خو نشو د خپلي کورنۍ د اوږو بار وګرځول، خو وايي دا ځل يې کلک هوډ کړى چي نشې به پرېږدي او عادي ژوند به پيلوي.

بايد وویل سي، چي د نشه يي توکو د کر او قاچاق تر څنګ په نشه يي توکو روږدتيا د ټولني لپاره جدي ګواښ دى چي د خلکو اندېښنې يې ډيري کړي دي.

په نشه يي توکو د روږدتيا لاملونه غربت، بې کاري، د پوهي ټيټه کچه، نشه يي توکو ته اسانه لاسرسى او نور عوامل ګڼل کيږي.

خبریال: رحيم الله رحيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

تر درې کلن جنګ وروسته پر باباجي د افغانستان ملي بیرغ ورپېدی

د هلمند والي او نظامي مسئولینو له خوا تر درې کلنې جګړې وروسته د لښکرګا ...