د عامي روغتیا ریاست وايي: دا درمل او خوراکي توکي يي د شپږو میاشتو په موده کي د لښکرګا ښار له بیلابیلو برخو راټول کړي وه.
په داسي حال کي ، چي د لښکرګا ښار اوسیدونکي د بې کیفیته او تر وخت تېرو درملو څخه شکایت کوي ، د عامي روغتیا ریاست وايي : د څېړني ټیم يي پر خپل وخت له ټولو هټیو او درمل پلورنځیو څخه لیدنه او څارنه کوي.
د عامي روغتیا رئیس ډاکټر امین الله عابد چي ، تر وخت تیردرمل او بې کیفیته خوراکي توکي یې سوځول ، وویل : دوی نه یوازي په لښکرګا ښار بلکه په یو شمېر ولسوالیو کي هم له درملتونونو او هټیو څېړنه او بر رسي کړې ده.
دی وايي : تر وخت تېر درمل د ناروغیو زېږنده ده ، او اجازه نه ورکوي ، چي درمل پلورونکي او هټیوالو پرخلکو دغه ډول بې کیفیته توکي وپلوري.
دغه درمل د لښکرګا ښار په یو شمېر سیمو کي سوځول کيږي ، چي له پاته شونو يي بیرته ناروغۍ خپریږې.
ډاکټر امین الله عابد وايي : د دې ستونزې د حل لپاره د ښاروالۍ ټېم ورسره دی ، او ټول پاتي شونې به تر خاورو لاندي کیږي.
د ښاروالۍ مرستیال انجنیر محمد نسیم مسرور وايي : دوی به د عامي روغتیا ریاست له لارښووني سره د سوځېدلو توکو ټول پاتي شوني تر خاورو لاندي کړې ، ترڅو هم د ناروغیو د خپراوي مخنیوی وسي او هم چاپیریال ککړ نسي.
دا پداسي حال کي ده ، چي څو ورځي وړاندي د ولایت مقام مرستیال په ګرشک ولسوالۍ کي نږدې څلوېښت داسي درملتونونه وتړل ، چي په غیر معیاري توګه يي پر خلکو درمل پلورل.
لا هم د هلمند په یو شمېر ولسوالیو کي خلک معیاري روغتیايي خدمتونو ته لاس رسۍ نه لري ، او د لیري پرتو سیمو په روغتیايې مرکزونو کي غیر مسلکي کسان طبې خدمتونه وړاندي کوي.
خبریال: مطمین