د عراق په بصرې ښار کي مظاهره چیانو د ایران قونسلګري وسوځوله

امنیتي چارواکي او عیني شاهدان وايي، د عراق په جنوبي ښار بصره کې پرون مظاهره چیانو د ایران قونسلګري لوټ کړه او ودانۍ يې وسوځوله.

عراقي مقاماتو ویلي دي چې د ایران پر قونسلګرۍ د قهرجنو مظاهره چیانو د برید پر مهال په قونسلګرۍ کې څوک نه وو.

معترضانو د ایران د قونسلګرۍ د سوځولو پر مهال تهران تورن کړ چې د عراق په کورنیو چارو کې مداخله کوي.

د عراق جنوبي ښار بصره د ۳۰ کېلو مترو په واټن د ایران پولې ته پروت دی.

معترضانو تهران تورن کړ چې د عراق په کورنیو چارو کې مداخله کوي

د ایران حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

کندهارکي داخلي بېځايه سوي ګډوالي کورنۍ د دولت او اړوند مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتنه کوي چي د دوی سره مرسته وکړي

د کډوالو چارو رياست مسئولین د یادو بېځايه سوو کسانو ستونزه پر ځای بولي خو ...