د عدلي او قضايي ارګانونو تر منځ د همږغۍ مياشتنۍ غونډه جوړه سوه

د سي شنبي په ورځ د عدلي او قضايي ارګانونو تر منځ د همږغۍ په مياشتنۍ غونډه کي د عدلي او قضايي ارګانونو اړوند د ښار او ولسواليو په کچه پر يو لړ مهمو موضوعاتو هر اړخيز بحث وسو او د حل په موخه يې د ځينو موضوعاتو په اړه ځانګړي کميسيونونه جوړ او لازم تصميمونه ونيول سول.

د عدلي او قضايي ارګانونو تر منځ د همږغۍ په مياشتنۍ غونډه کي، چي مشري يې د استناف محکمي رئيس قضاوتيار ذبيح الله ابراهيمي کول پکښي په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د امنيه قومندانۍ، ملي امنيت، عدليي، استناف څارنوالۍ، عامی روغتيا، بشري حقونو، ښځو چارو او اړوند نورو رياستونو مسؤلينو او د مدافع وکيلانو د اتحاديي مسؤل هم برخه لرل.

په جوړه سوي غونډه کي لومړي دښار او ولسواليو په کچه د عدلي او قضايي ارګانونو اړوند ځيني ستونزي مطرح او دحل په موخه يي پر اړينو حلارو بحث او نظرونه وړاندي سول مجلس کښي ځينو قضئيو د حل په موخه ځانګړي کميسيونونو ته دنده وسپارل سول تر څو ستونزو په حل کښی مرسته وکړي .

د محکمي رئيس قضاوتيار ذبيح الله ابراهيمي کندهار ملي ټلويزيون ته په خبرو کي وويل، چي مجلس کښي دهغو ښځينه محبسينو پرسر هم خبري وسوي چي دبند موده يي بشپړه سوي ولي دمسئونيت له سببه بياهم محبس کښي پاته دي .

ابراهيمي وايي دوي کميۍيسون ته دنده وسپارل ترڅو دولايت مقام او مرکزي اداره سره دامن کور يا خوندي ځای پر برابرولو خبري وکړي او يادي ميرمني هلته خپل ژوند ته دوام ورکړي .

د استناف محکمي رئيس قضاوتيار ذبيح الله ابراهيمي وويل، چي  افغانستان د اساسي قانون له مخي ټول محاکم په خپلو چاور کي خپلواک دي او هيڅوک يې په چارو کي د مداخلي حق نلري او په خبره يي پدي برخه کي بايد ټول مسؤلين ورسره بشپړه همکاري وګړي.

ديادولو ده چي د عدلئي او قضايي ارګانونو تر منخ د همږغي غونډه په مياشت کي يو ځل جوړيږی، چي د ښار او ولسواليو په سطحه پکښي د عدليه، ښځو چارو او بشر حقوقو رئيسانو په ګډون د امنيه قومندانۍ، ملي امنيت، استناف څارنوالۍ، نظامي څارنوالۍ، کندهار مرکزي زندان او اړوند نورو ادارو کی دعدليي او قضايي دوسيو او قضيو په اړه بحث، صلاح مشوري او لازم تصميمونه نيول کيږي او ځيني موضوعات اداري مجلس ته د حل په موخه پيشنهاديږي.

خبریال: احمد بهير احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معلولینو د ورځي لمانځل باید نمایشي نه وي

هلمند کي د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون د معلولینو د ورځي په لمانځغونډه کي له دولت ...