د عبدالله او روحاني لیدنه؛ امریکا د چابهار بندر په هکله “مثبت نظر”لري

 افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۲۴) د امریکا په نیویارک ښار کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ولېدل.

د اجرائیه رئیس په مشرۍ افغان پلاوی د ملګرو ملتونو په ۷۳ کلنۍ غونډه کې د برخه اخېستلو په خاطر، امریکا ته په رسمي سفر تللی دی. په پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني او د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس، اکرام خپلواک هم شته.

د اجرائیه رئیس ویاند مجیب الرحمن رحیمي  وویل چې د ایران او افغانستان د مشرانو په مجلس کې د کابل او تهران ترمنځ د “جامع توافق نامې”، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او له چابهار بندر څخه پر استفادې خبرې وشوې.

د رحیمي په وینا عبدالله او روحاني د چابهار بندر د فعال ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ او موافقه یې کړې چې له دغه تجارتي بندر څخه استفاده وشي.

x

دا هم وګورئ

د هلمند کوچیان: څارویو مو نرخ پیدا کړ

د هلمند کوچیان وايي: د سږ کال پر له پسې بارانونو د وچکالۍ اندېښنې رفع ...