د روسيې یوه پوځي الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره ورکه سوې

د روسيې یوه پوځي څارونکې الوتکه له ۱۴ تنه عملې سره د ختیځ مدیترانې د سمندر د پاسه د رادار له پردې لادرکه شوې ده.

«سي.اېن.اېن» ټلوېزیون د امریکايي چارواکو په حواله ویلي دي چې دا الوتکه ښايي په خطا سره د سوريې د دافع هوا ځواک له‌خوا ویشتل شوي وي.

بل لورته د روسيې د دفاع وزارت نن سې شنبه وویل، د دوی الوتکه په هم هغه وخت له رادار څخه ورکه شوه، کله چې اسرائیلي «اېف ۱۶» ډوله جنګي الوتکو د سوريي په لاذقیه ولایت کې بمباري کوله.

په سوریه کې مېشت د روسيې پوځ د لادرکه الوتکې د موندلو عملیات پیل کړي دي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...