د برېښنا حوزوي رئيس وايي، د کجکي بريښنا پر بدیلو لارو يې هڅي ګړندۍ کړي

امان الله فاروقي وايي، د کجکي بريښنا يوازنی بدیل د لمریزي برېښنا فعالول دي او په وينا یې پدې برخه کي يې خپلي هڅي ګړندۍ کړي دي، ترڅو د لس میګاواټه یو او دیرش میګاواټه بل د لمریزي بريښنا پلانټونه ژر تر ژره فعاله او د ښار او صنعتي پارک لپاره مناسبه او کاپي بريښنا اماده کړي.

فاروقي د پنج شنبې په ورځ په ولایت مقام کي د یوې خبري ناستي پر مهال وويل، چي د کجکي بند یو توربین يې درولی او په نژدې ورځو کي به د اوبو د کمښت پخاطر دوهم توربین هم ودروي او وروسته به د کندهار ښار او صنعتي پارک لپاره يوازي د ډیزلي بريښنا موجوده وي.

دا چي د هيواد په ۲۲ ولایتونو کي د وچکالۍ ستونزه ورځ تر بلي پر ډېرېدو ده ورسره سم د کجکي په بند کي هم د اوبو سطحه کښته تللې ده، چي نه يوازي د یاد بند څخه خړوبېدونکي زراعتي ځمکي د وچېدو د خطر سره مخ سوي بلکي د بريښنا د نشتون ستونزه هم ورسره ډېره سوې ده.

د پنج شنبې په ورځ د کندهار د بريښنا شرکت حوزوي رئيس امان الله فاروقي په ولايت مقام کي د یوې خبري ناستي پر مهال د کندهار ښار او صنعتي پارکونو لپاره د بريښنا په اړه وروستي جزیات د رسنيو سره شریک کړل.

فاروقي وویل، د کجکي بند د اوبو د سطحي په کمیدو سره دوی مخکي هم يو توربين درولی دی او اوس يې تصمیم نيولی تر څو په نژدې ورځو کي دوهم توربین هم ودروي، چي دا مهال په ۴۸ ساعته کي يوازي د ۷ څخه تر ۸ ساعتونو پوري ۷ میګاواټه بريشنا تولیدوي.

 او په خبره يې وروسته به د کندهار ښار او صنعتي پارک لپاره يوازي د ډيزلي بریښنا موجوده وي، چي د مهال ویش سره سم به يې بريښنا تقسیمیږي.

امان الله فاروقي وايي دوی جدي هڅي کوي تر څو د کجکي د بند بدیله بريښنا د لمریزي بریښنا د پلانټونو په فعالولو سره تر لاسه کړي او په دې برخه کي دوی دمګړی کندهار ښار ته د لمریزي بريښنا د لین په اتنقال او نورو اړینو کارونو مصروف دي، چي په خبره يې تر راتلوونکو اوو میاشتو پوري به د لس میګاواټه او دیرش میګاواټه لمریزي بريښنا پلانټونه فعال او د بریښنا څخه به ېي استفاده پيل سي.

فاروقي د یادي خبري ناستي پر مهال هغه ادعاوی هم رد کړې، چي ګواکي د کجکي بند اوبه ایران ته اوړي او په خبره يې دوی کندهار ښار ته د وارداتي بريښنا د انتقال په اړه هم پراخي هڅي کوي او په خبره يي دا مهال په دامان ولسوالي کي د وارداتي بريښنا لپاره د مځکو د استمکلاک پروسه روانه ده.

امان الله فاروقي د يوي پوښتي په جواب کي چي ایا په کندهار کي د بریښنا د لین په زوره کشول او د بیلونو د پر وخت نه تحویلي او باقیاتو ستونزه څومره موجوده ده، وويل، چي په تیر ۱۳۹۶ کال کي يي د بريښنا د لین د غلا ستونزه صفر کړې ده او د مګړی د بريښنا د بیلونو د نه تحویلي ستونزه هم څه خاص جدي نده او خلک پر وخت خپل بیلونه تحویلوي.

خبریال: احمد بهير احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

ټاکل سوې دشنبې په ورځ دشري ناروغۍ په وړاندي دواکسين کمپاين پيل سي

دعامي روغتيا مسئولين وايي دغه کمپاين چي لس ورځي به دوام وکړي دنږدي څلور سوه ...