د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو لوبه مساوي کړل

د اسیایي جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او د هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.
دا لوبه چې نن ماښام د افغانستان پر وخت د مازیګر ۴ بجې پیل شوه، افغان لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهلو پرېکړه یې وکړه، چې په ۵۰ اوورنو او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې هند ته د ۲۵۳ منډو هدف وټاکه. محمد شهزاد د ۱۲۴ منډو په جوړولو تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.پر نوموړي سربېره محمد نبي ۶۴، نجیب الله ځدران ۲۰، ګلبدین نایب ۱۵، راشد خان ۱۲، جاوید احمدي ۵، رحمت شاه ۳، او افتاب عالم ۲ منډې جوړې کړې.
له نیم سات دمې نه وروسته لوبه بیا پیل شوه، خو د هند لوبډله ونه شو کړای، چې له افغان لوري څخه ورته ټاکل شوی هدف (۲۵۳) جوړې کړای شي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۵۲ منډې جوړې کړې او له دې سره لوبه مساوي پای ته ورسېده.
د هند یوه لوبغاړی جاوید احمدي، دوه لوبغاړي آفتاب عالم، دوه لوبغاړي محمد نبي او دوه لوبغاړي راشد خان وسوځول.
محمد شهزاد چې ښه لوبه‌یې وکړه، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. نومړی د ۱۱۶ منډو په بدل کې او د ۱۱ څلوزیزو او د ۷ شبږېزو په وهلو سره ۱۲۴ منډې جوړې کړې.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معلولینو د ورځي لمانځل باید نمایشي نه وي

هلمند کي د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون د معلولینو د ورځي په لمانځغونډه کي له دولت ...