دکندهار زده کوونکو ته زده کړو ته دتشويق په موخه قرطاسیه ورکړل سوه

دپوهني رئیس انجنیر عبدالقادرپیوستون وايې،۲۰۰ دوه سوه زره زده کوونکو ته يې دغه قرطاسیه دمرکزې ادارې او یونسیف مرستندویه ادارې په مټ او همکاریو ورکړې.

نوموړي ددې ترڅنګ دیوشمیر نورو روانو چارو په اړه هم مالومات ورکړل.

د قرطاسیې د وېش لړۍ داحمدشابابا عالي او کاکا سیداحمد لیسو څخه پیل سوه، چي د څو ورځو په لړ کي به تر ۲ سوه زرو نارینه او ښځینه زده کوونکو پوري وویشل سي.

دپوهني رئیس انجنیر عبدالقادرپیوستون وايي، دغه قرطاسیه د ابتدایه ټولګیو زده کوونکو ته د تشويق په موخه ورکوي.

قرطاسیه د یونسیف مرستندویه ادارې مرسته کړې؛ دپیوستون په خبره مرکزي ادارې هم تر څه اندازې پوري قرطاسیه ورکړې ده.

نوموړي د قرطاسیې دوېش پر مهال له تنکيو زده کوونکو غوښتنه وکړه، چي زده کړي دي وکړي او دهیواد د راتلونکي لپاره دي دځان څخه وړ کسان جوړ کړي.

دپوهني رئیس ددې ترڅنګ د کتابونو په برخه کي پرتو ستونزو او نوو چارو یادونه وکړه؛ نوموړي زیاته کړه، چي هڅه يې دمرکزي ادارې په مټ د ټولو ټولګیو لپاره د امکاناتو له مخي دکتابونو پوره کول دي.

ښاغلي پیوستون په ورته وخت کي د دوولسم ټولګیو د زده کوونکو لپاره دکانکور د امادګیو د نوي ټولګیو دپیلیدو خبر ورکړ؛

هغه زیاته کړه،چي دکندهار په ۹۰ ښوونځیو کي به د ساینسي مضامینو ټولګۍ پسله رسمي وخت څخه پیل سي او هغه زده کوونکي چي راتلونکي کي کانکو ازموینه ورکوي ښه وروزي.

دپوهني رئیس وايې،د نوو زده کوونکو شمولیت د رواني میاشتي له پیل څخه شروع سوي،چي تر دې دمه دپام وړ ماشومان په ښوونځیو شامل سوي.

نوموړي دپوهني په برخه کي دمشرانو د هراز همکاریو غوښتنه وکړه.  

خبریال: عبدالقادرپیوستون

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د کندهار یو شمېر ښځي راوتلي او د شهيد سترجنرال عبدالرازق د قاتلینو د نيولو غوښتنه کوي

دغه ښځي چي د کندهار ښار اړوند د شپږمي حوزې د سرپوزي زندان مخ ته ...