دانساني قاچاک دمخنيوي په هدف دسکټوري ادارو ترمنځ غونډه جوړه سول

دمرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ دغه غونډه، چي ولايت مقام کښي جوړه سوې وه دعدلي او قضايي ارګانونو  ترڅنګ د سکټوري ادارو استازو هم ګډون کړی ؤ.

غونډه کښي دانساني قاچاک پرمخنيوي او دهغه په وړاندي دعامه پوهاوي پر زياتوالي ټينګار وسو.

په غونډه کښي لومړی دبرخوالو له لوري دتيري ربع په ترڅ کښي دانساني قاچاک دمخنيوي په هدف دلاسته راوړنو معلومات وړاندي او پرمخنيوي يې بحث وسو.

دغونډي ګډونوالو انساني قاچاک يوه لويه فاجعه وبلل، چي دځينو انسان تښتونکو په مرسته ځوانان تير ايستل کيږي او د اروپا په نوم يې نورو هيوادونو ته استوي، چي وروسته دګڼو ستونزو سره مخ او آن دوجود غړي يې تري ايسته او دقاچاقبرانو له لوري پلورل کيږي.

مرستيال والي عبدالحنان منيب اداري مسئولينو ته هدايت وکړ، ترڅو دانساني قاچاق په مخنيوي کښي عامه پوهاوی زيات او ځوانان په دې وپوهوي، چي دقاچاقبرانو په خبرو اغوا او دپرديو دسيسو قرباني نه سي .

غونډه کښي پردې هم ټينګار وسو، ترڅو دهغو انساني قاچاقبرانو په نيولو کښي هم کوټلي ګامونه پورته سي، چي ځوانان تيرباسي او دخارج په نوم يې دخپل کور اوکلي څخه ليري نورو هيوادونو کښي دوجود غړي په لوړ قيمت پلوري.

دوی پروالدينو هم ږغ وکړ، ترڅو دخپلو ځوانانو څارنه وکړي او پرې نږدي چي تنکي ځوانان يې انساني قاچاقبران نورو هيوادونو ته وليږي .

خبریال: نثاراحمد احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معلولینو د ورځي لمانځل باید نمایشي نه وي

هلمند کي د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون د معلولینو د ورځي په لمانځغونډه کي له دولت ...