دافغانستان دټاکنو خپلواک کمېسېون څخه راغلي پلاوي دکندهاروالي سره وليدل

دياد پلاوي مشري ،چي دافغانستان دټاکنو خپلواک کمېسيون دخدماتو رئيس عزيزالله ارمان کوي کندهارته يې د راتګ هدف د زون په کچه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره دمامورينو دجذب په موخه د ازمويني اخيستل دي.

راغلي پلاوي دکندهاروالي سره په ليدنه کي وويل ،چي شفافو او عادلانه ټاکنو د زميني برابرولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت په همکاري خالي بستونوته لومړی کانديدان بايوميتريک کوي او وروسته دکانکور په شکل ازموينه ځيني اخلي ،چي حق به وحقدار ته ورسيږي.

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا شفافي او عادلانه ټاکني دهرافغان هيله وبلل او زياته يې کړه ،چي دغه ډول شفافي پروسې به پرټاکنو دولس باور نور هم زيات کړي.

ښاغلي ويسا هيله وښودل،چي په ازموينه کي به حق وحقدار ته رسيږي او هغه څوک به بريالي کيږي ،چي لياقت يې ولري.

خبریال: ولي محمد انوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

‏هلمند کي د ۱۹۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ولسي تړون د پروژو چاري پیل سوې

د دې پروګرام لومړنۍ پروژه بست کلا کي پرانیستل سوه، چي د ۱۷ لکه افغانیو ...