افغان ځانګړو ځواکونو دکندهار دمیوند ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کي د هوايي او مځکنیو عملیاتو پرمهال ۴۷ وسله وال وژلي

دغه عملیات، چي د صفر درې قطعې کړي، پرمهال يې ۴۰ وسله وال ژوندي نیول سوي دي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وايي، چي امنیتي ځواکونه د هوا له لاري د میوند په سره بغل او کانتېنر بازار کي د وسله والو پر مرکزونو کښته سوي دي.

دده په وینا، د صفر درې قطعې سرتېرو له وسله والو سره پوره ۲۴ ساعته جګړه کړې، چي پرمهال يې نه یوازي ۴۷ وسله وال وژل سوي او ۴۱ نور ژوندي نیول سوي، ترڅنګ یې شپږ موټرونه، ۳۵ موټرسایکلونه، اته اطاقونه او دوه د شپې دوربینان هم له منځه وړل سوي دي.

نیوز څانګه

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سعودي عربستان: د هر ډول بندیز ځواب به ورکړو

سعودي عربستان خبرداری ورکړی د هر هغه بندیز ځواب به ورکړي چې د جمال خاشقجي ...