چین غواړي د امریکا سره سوداگریز اختلافونه حل کړي

لوړپوړي چینایي چارواکي وانگ یي، د جمعې په ورځ وویل چې هیواد یې د امریکا سره د اختلافونو حل کول غواړي چې دواړه هیوادونه وکړای شي په “مساوي” توگه د خپلو تجارتي اړیکو نه گټه واخلي.

دغه چینایي دیپلومات دا څرگندونې د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره له کتنې وروسته وکړې، خو زیاته یې کړه چې دواړه خواوو د امریکا د متحده ایالاتو او چین ترمنځ د تجارتي جگړې په اړه په ځانگړې توگه بحث ونه کړ.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د خپل حکومت تجارتي مقاماتو ته امر وکړ چې متحده ایالاتو ته د چین د ٢٠٠ میلیاردو ډالرو وارداتو باندې ٢٥ گمرکي تعرفې ولگوي.

x

دا هم وګورئ

د هلمند کوچیان: څارویو مو نرخ پیدا کړ

د هلمند کوچیان وايي: د سږ کال پر له پسې بارانونو د وچکالۍ اندېښنې رفع ...