متحده ایالاتو د ترکيې د کورنیو چارو او عدلي پر وزیرانو بندیزونه ولګول

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د چهار شنبه په ورځ په ترکیه کې د یوه امریکايي پادري د زنداني کولو په قضیه کې ددې هیواد پر دوو وزیرانو بندیزونه اعلان کړل.

متحده ایالاتو پرون د ترکيې د کورنیو چارو او عدلي پر وزیرانو بندیزونه ولګول.

دا بندیزونه د ترکيي لخوا د یوه امریکايي پادري د زنداني کولو په عکس العمل کې لګول شوي دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساراسندرز خبریالانو ته وویل د ترکيي د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو او د عدلي وزیر عبد الحمید ګل د پادري اندریو برانسن په زنداني کولو کې مخکښ رول لوبولی دی.

امریکایی پادري اندریو برانسن

ساراسندرز وویل ولسمشر ډانلډ ټرامپ د اندیرو برانسن د قضيي په اړه له خپل ترکيې سیال رجب طیب اردوغان سره خبرې کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا د خزانې وزیر ویلي دي چې د ترکيي لخوا د برانسن توقیف او دوامداره محاکمه د منلو وړ نه ده.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د معلولینو د ورځي لمانځل باید نمایشي نه وي

هلمند کي د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون د معلولینو د ورځي په لمانځغونډه کي له دولت ...