کندهاروالي وايي د اوبوسپما دژوند بقا ده

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي داوبو دسطحې پرکښته کېدواندېښنه وښودل اوپه بې حسابه شکل داوبو مصرف يې د انسانانو او حيواناتو د ژوند سره ستره جفا ياده کړه.

د اداري مجلس غونډه، چي دکندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا په مشرۍ جوړه سوې وه پکښي دمرستيال والي عبدالحنان منيب ترڅنګ دولايتي شورا غړي نعمت الله خان شېردلي، د دولتي ادارو مسؤلينو اواستازو برخه اخيتسې وه.

په غونډه کي پريوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم بحث وسو اوپه اړه يې لازمي پريکړي وسوې.

د اداري مجلس په پيل کي دپاکو اوبو رسولو او کاناليزاسيون رئيس انجنېرمحمدنادرکاکړپه کندهارکي داوبوسحطي دټيټوالي او اساسي تدابيرو په اړه دغونډي برخوالو ته معلومات وړاندي کړه.

ښاغلي کاکړوويل په کندهارښار او ولسواليو کي په بېساري شکل دخپل سره لويوبرمو وهل، دزراعت لپاره داوبوڅخه په عصري سيسټم نه استفاده، وچکالي، او زموږ دهيوادوالو لخوا داوبوسره احتياط نه کول هغه لاملونه دي ،چي ورځ تربلي داوبوسطحه کښته کيږي.

هغه وويل که د اوبوسره دابې احتياطي همداسي دوام پيداکړي په نژدې راتلونکو کلونو کي به دڅښاک لپاره داوبو پيداکول هم ګرانه خبره وي.

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا هم داوبو دسطحې پرټيټوالي جدي اندېښنه وښودل او زياته يې کړه ،چي داوبوسپما د ژوندبقا ده.

دښاغلي ويسا په وينا زموږ هيوادوال دشپې او ورځي دلمريزو هيندارو او ماشينانو په واسطه په بې حسابه شکل دمځکي له تل څخه اوبه راپورته کوي ،چي داکړنه له يوې خواغيرقانوني ده او له بلي خوا دانسانانو او حيواناتو دژوند سره جفا ده.

کندهاروالي وويل داوبو سره احتياط او سپمادهر فرد مسؤليت او پاکو اوبو ته لاس رسي بيا دهرفرد قانوني حق دي ،چي بايد ورکول سي.

هغه مسؤلينو ته سپارښتنه وکړه،چي په ښار او ولسواليو کي دخپل سره لويو برمو مخنيوی وکړي او سرغړونکي دقانون منګولو ته وسپاري.

دولايتي شورا غړي حاجي نعمت الله شېردلي داوبو دسحطي دټيټوالي دمخنيوي اساسي حل لار په ښار او ولسواليوکي دچيک ډمونو او سربندونه جوړول ياد کړه ،چي په وينا يې دولت بايد په دې برخه کي ځانګړې توجه وکړي.

د اداري مجلس په اوونيزه غونډه کي په کندهارکي دافغان ساختماني دستګاه مسؤل الياس احمد رحيمي غوښتنه وکړه ،چي دولايتي اداره دي د دوئ اړوند دغصب سوو مځکو په خلاصون کي همکاري وکړي او مځکي دي ورته تثبيت کړي.

کندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا په دې برخه کي د اړوند دولتي ادارو مسؤلينوته دنده وسپارل ،چي ژرترژر دافغان ساختماني دستګاه ملکيتونه ورته تثبيت او له غصب څخه خلاص کړي.

ښاغلي ويسا دغه راز خبر وکړ،چي ډېرژربه دکندهارصنعتي پارک دتصفيې چاري هم پيل کړي اوهلته به ټولي هغه مځکي،چي دپانګوني په موخه اخيستل سويدي او تراوسه همداسي ولاړي دي بيرته د دولت ملکيت وګرځوي.

والي تورنجنرال زلمي ويسا دکندهارښاروالۍ دکارونو څخه دستايني ترڅنګ سرپرست ښاروال ته هدايت وکړ،چي ژرترژره دڅوارلسمي ناحيې اړوند د وړيو فابريکه دڅوارلس ميتره په اندازه تخريب کړي او اصلاحی پلان يې عملي کړي.

کندهاروالي د ازادي سيالۍ له لاري دبستونوډکول يوه قانونه پروسه وبلل او په دې برخه کي يې پرشفافيت ټېنګار وکړ.

هغه وويل مسؤلين دنده لري،چي حق وحقدار ته ورسوي او اهل او بااستعداده کسان دخوښي وړانتخاب ته کاميابه کړي.

والي تورنجنرال زلمي ويسا د دولتي ادارو مسؤلينو ته دنده وسپارل ،چي دهيواد دخپلواکۍ د99 کليزي دښه او شانداره لمانځلو په موخه ځانګړې اماده ګي ونيسي او دغه ورځ په ځانګړو تفريحي او دوديزو مراسمو ولمانځي.

کندهاروالي وويل په دې وروستيو کي دهيواد په کچه درې مهم او ملي موضوعات ،چي سوله ،اوربند او ټاکني دي خبري يې خورا ګرمي دي او د دې هيواد هرفرد اسلامي او وطني مسؤليت لري ،چي د دې دريو واړو ملي پروسو سره ترخپله وسه همکاري وکړي.

د اداري مجلس په وروستيو کي دکندهاراستناف څارنوال عبدالرحمن کوشان ،چي دمرکزي ادارې په امر مرکزکابل ته تبديل سوي دکندهاروالي تورنجنرال زلمي ويسا لخوا يې دکاري ماموريت ستاينه سوه او هغه ته يې دښه او صادقانه کارپه موخه ستاينليک وکړ او داعزاز بګرۍ يې ورپرسرکړه او په نوې دنده کي ورته دبرياليتوب هيله وکړه.

خبریال: ولي محمد انوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

دزابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل کړی چې ورسره ګڼو کسانو ته دکار موندنې زمینه برابره سوې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي یو شمېر شخصي کار خانو په فعالیت پیل ...