په افغانستان کي سوله راتلل د ټولو افغانانو ګډ کار او يووالي ته ضرورت لري

دغه څرګندوني د شنبې په ورځ د کندهار يو شمېر ديني علماوو او د ځينو مساجدو ملا امامانو په ولايت مقام کي د سولي اړوند يوې جوړي سوي غونډي پر مهال وکړې.

په جوړه سوې غونډه کي، چي مشري يې مرستيال والي عبدالحنان منيب کوله ترڅنګ يې د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله فيضاني او د حج او اوقافو رياست استازي هم برخه اخيستې وه او پر مهال يې ټوله علماوو او ملا امامانو پر ولسونو ږغ وکړ ، چي د سولي د راتلو په موخه سره يو سي او د هغو ډلو او کسانو مخه ونيسي، چي په جنګ کي خپلي ګټي لټوي او د افغانانو تر منځ فتني زېږوي.

د شنبې په ورځ د کندهار ښار او ولسواليو اړوند زيات شمېر ديني علماوو او د مساجدو ملا امامانو دکندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په خاصه لارښوونه د سولي اړوند په جوړه سوې غونډه کي برخه اخيستي وه او پر مهال يې پر ټولو ولسونو ږغ وکړ، چي په افغانستان کي سوله راتلل د ټولو افغانانو ګډ کار او يووالي ته ضرورت لري.

 په غونډه کي لومړی مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل ولايتي ادارې تل هڅه کړي تر څو په ټولو برخو کي د علماوو نظريات واوري او د دوي اړوند پرتي ستونزي ورته حل کړي.

ښاغلي منيب وويل، رواني جګړې زموږ هرڅه ته زيان رسولی او په خبره يې علما، ملاامامان او ولسونه کولای سي د يو بل په لاسنيوي سره د دغي جګړې په وړاندي خپل اواز اوچت کړي.

ښاغلي منيب د علماوو څخه وغوښتل چي مساجدو، کلو، بانډونو او د ولسونو منځ ته دي د دې ناروا جګړې د پای ته رسېدو په موخه د نړۍ د علماوو، د حرمين الشريفين د ملا امامانو او په کابل کي د راټولو سوو ۳زره ديني علمانو فتوا ورسوي، ترڅو هغوی په دې پوه سي، چي روانه جګړه ناروا، تپل سوې او د افغانانو نده او بايد په يوه اواز يې په وړاندي ودرېږو.

مرستيال والي د لوی د اختر د رارسېدو سره سم د شتمنو د بډايو هيوادوالو وغوښتل تر څو د غريبو کسانو سره کمک وکړي او خپله ديني او انساني مسوليت ادا کړي.

 په غونډه کي د علماوو شورا رئيس مولوي عبيدالله فيضاني وويل، د هيواد دوښمنان تل هڅه کوي چي د خلګو په مينځ کي فتني خپرې کړي او په خبره يې دا د ټولو خلګو وظيفه ده چي د دوی په وړاندي ودرېږي او اجازه ورنه کړي چي خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره بې ګناه خلګ قرباني کړي .

 ښاغلي فيضاني زياته کړه: علماء د الله(ج) په وړاندي مسؤليت لري چي حق ته حق او باطل ته باطل ووايي او په خبره يې اوس ددې وخت رارسېدلي دی تر څو ولسونه پوه سي، چي روانه جګړه د افغانانو نده او بايد د دايمي اوربند او سولي لپاره پراخي هلي ځلي وسي.

په غونډه کي نورو علماوو هم خبري وکړې او ويې ويل، په کوچني اختر کي اوربند دا ثابته کړه چي زموږ خير په سوله کي دی او د حکومت او وسلوالو طالبانو څخه يې وغوښتل چي دايمي اوربند او دسولي د پاره دي پخپلو منځونو کي مذاکراتو ته لاره هواره کړي تر څو نور ولس ددې تپل سوي جګړې څخه خلاص سي.

خبریال: احمد بهیر احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د ښار او ولسواليو خلګو د خپلو ستونزو د حل په موخه د کندهاروالي سره وليدل

د يکشنبې په ورځ ماپښين مهال د کندهار ښار او ولسواليو خلګو له کندهاروالي تورنجنرال ...