پر ایران اقتصادي فشارونه ورځ په ورځ زیاتېږي

د امریکا د اقتصادي بندیزونو د اولې مرحلې له پېل سره پر تهران اقتصادي فشارونه ورځ په ورځ زیاتېږي.

په دې حال کې، د ایران پارلمان پرون چهارشنبه د هغه هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزیر علي ربیعي سلب صلاحیت کړ.

د پارلمان غړو له علي ربیعي د دې لپاره چې بېکاري زیاته شوې، دولتي مامورینوته معاشونه نه دي رسېدلي او د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې اداري فساد زیات شوی د باور رایه واخیسته.

د پارلمان له ۲۴۳ غړو ۱۲۹ علي ربیعي ته د عدم اعتماد رايه ورکړه او هغه بې صلاحیته شو.

ویل کېږې چې دایران ولسمشر حسن روحاني به راتلونکې اوونۍ پارلمان ته ورشي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...