ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسيسه له محصلينو سره ۶۰٪ تخفيف کوي

د شنبې په ورځ د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسيسې مسئولينو د کندهار د اطلاعات او کلتور رياست سره داسي تفاهم لاسليک کړ، چي له مخي به ئې محصلين په ميرويس نيکه پوهنتون کي په ۶۰ سلنه تخفيف منل کيږي.

د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو اداري مدير وويل، چي دا کار د هغو ځوانانو له پاره کوي، چي د اقتصادي ستونزو په خاطر لوړي زده کړي نه سي کولای. د اطلاعات او کلتور رئيس د ياد پوهنتون له مسئولينو مننه وکړه، چي په کمو پيسو ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمينه برابروي.

د لوړو زده کړو له پاره د ځوانانو له پاره بل ښه ګام؛ دا ځل ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسيسې د اطلاعات او کلتور رياست سره نوی تفاهم لاسليک کړی، د دې تفاهم له مخي به محصلين په ۶۰ سلنه تخفيف په ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسيسه کي تحصل کوي.

د شنبې په ورځ د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسيسې اداري مدير احمد اغا اطلاعات او کلتور رياست ته راغلی وو، د اطلاعات او کلتور له رئيس سره ئې داسي تفاهم لاسليک کړ، چي له مخي به ئې ځوانان په ۶۰ سلنه تخفيف په ياد پوهنتون کي تحصل کوي.

د اطلاعات او کلتور سرپرست رئيس په خبرو کي يادونه وکړه، چي دا د هغو ځوانانو له پاره ښه چانس دئ، چي د اقتصادي ستونزو له خاطره ئې لوړي زده کړي نه سوای کولای. اوس به د دې تخفيف له مخي محصلين په حقوق او اقتصاد کي تر ۷۰۰۰ افغانيو پوري يو سميسټر لولي.

د ميرويس نيکه د لوړو زده کړو موسيسې اداري مدير وويل، چي له دې وړاندي ئې له نورو ارګانونو سره هم ورته تفاهم لاسليک کړی، چي يوه بيلګه ئې د کار او ټولنيزو چارو رياست سره ياد کړ، چي هلته معلول محصلين په ۸۰ سلنه تخفيف تحصل کولای سي.

نوموړی زياته کړه، چي د اطلاعات او کلتور رياست سره ئې تفاهم لاسليک کړ، غوښتونکي دي د اطلاعات او کلتور رياست د ځوانانو چارو د امريت له لاري نوم ليکنه وکړي. هر څومره نارينه او ښځينه محصلين کولای سي د سنبلې تر نهمي نېټې پوري، چي په دغه ورځ کانکور هم اخيستل کيږي نوم ليکنه وکړي.

د يادولو ده، چي په دې ورستيو کي په کندهار کي د يو شمېر خصوصي پوهنتونو له خوا د ځوانانو له پاره په بېلا بېلو برخو کي تخفيف اعلان سوی دئ، چي دغي چاري لوړو زده کړو ته د ځوانانو شمېر زيات کړی دئ.

خبریال: احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې پوليسو هند ته د هېروئينو انتقالوونکي نيولي دي

د کندهار امنيه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې مدير څارمن عبدالباقي ...