مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار کي د هند قونسلګرۍ ته ولاړل او هلته يې د هند هيواد قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم اټل بيهاري واجپايي د مړيني په موخه خپله خواشيني څرګڼده او د ډاډګېرني او تسليت مراتب پرځاي کړل.

مرستيال والي هند هيواد د افغانستان ډير نژدې دوست وباله او په خبره يې هند او افغانستان تاريخي مشترکات لري او په ښو او بدو وختونو کي د يو بل سره همکارۍ ته چمتو دي.

دکندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا په لارښوونه د شنبې په ورځ د مرستيال والي عبدالحنان منيب په مشرۍ د بهرنيو چارو رئيس ظاهر الکو، دبرېښنا حوزوي رئيس امان الله فاروقي او سکتوري رئيس عبدالحکيم حکيمي په کندهار کي د هند قونسلګرۍ ته ولاړل او هلته يې د دوست هيواد هند قونسل ته د دوی د مخکني صدراعظم اټل بيهاري واجپايي د مړيني په موخه خپله خواشيني څرګنده او د تسليت او ډاډګېرني مراتب يې پر ځاي کړل.  

مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل، چي د اټل بيهاري واجپاي مړينه د هند هيواد د ولسونو لپاره يوه لويه تشه پريښودل او په داسي حالاتو کي افغانان د دوست هيواد هند سره په غم کي ځان شريک بولي او په خبره يې افغانان د هند سره تاريخي مشترکات لري او تل به د غم او خوښيو په وخت کي د يو بل سره همکار سو.

په کندهار کي د هند قونسل هم د مرستيال والي او ورسره مل پلاوي د ورتګ او غم شريکۍ څخه مننه وکړه او په خبره يې د اټل بيهاري واجپايي مړينه د دوی د ولس لپاره يوه ستره ضايع وه او پر داسي مهال يي د افغانانو د غم شريکي او ډاډ ګېرني څخه مننه وکړه.

اټل بيهاري واجپايي د ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۴مېلادي کلونو پوري درې ځله د هند هيواد صدراعظم پاته سوی وو، چي پدې وروستيو کلونو کي د سختي مريضۍ څخه کړېدی او د تېري پنج شنبې په ورځ يې په هند کي په ال انډيا ميډيکل ساينس روغتون کي د ۹۳ کلونو په عمر ساه ورکړه.  

خبریال: احمد بهیر احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د ښار او ولسواليو خلګو د خپلو ستونزو د حل په موخه د کندهاروالي سره وليدل

د يکشنبې په ورځ ماپښين مهال د کندهار ښار او ولسواليو خلګو له کندهاروالي تورنجنرال ...