محمد نسيم ايوبي د کلو، پراختيا او بيارغوني نوی رئيس وټاکل سو

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب د کلو، پراختيا او بيارغوني رياست ټولو اداري کارکوونکو ته د ياد رياست نوی رئيس ور وپيژندی او د ياد رياست دټولو اداري کارکوونکو او اړوند ادارو د مسؤلينو څخه يې وغوښتل، چي د نوي ټاکل سوي رئيس سره د چارو په تنظيم او مخته وړلو کي پوره همږغي وساتي او همکاري وکړي.

د شنبې په ورځ د ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب له لوري د کلو، پراختيا او بيارغوني رياست نوی ټاکل سوي رئيس د ياد رياست اداري کارکوونکو ته ور وپيژندل سو او پر مهال يې د مخکني رئيس کارونه او هلي ځلي هم وستايل سوې.

محمد نسيم ايوبي چي د کلونو راهيسي د کليو، پراختيا او بيارغوني وزارت کارکوونکی پاته سوی او په ياده برخه کي د کاري تجربې څښتن هم دی د معرفي په مراسمو کي يې مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل، چي د يادي ادارې ټول کارکوونکي او اړوند ادارې دي د نوي رئيس سره په پوره همږغۍ سره چاري پر مخ يوسي او په خبره يې د کليو، پراختيا او بيارغوني رياست مسولين دي د خپلو پلانونو او پروژو په تطبيق سره پوره هڅه وکړي ترڅو د ولس او دولت تر منځ شته واټن له منځه يوسي.

ښاغلي منيب زياته کړه، چي د ياد رياست مسؤلين دي دمګړی د ولسواليو د خلکو ستونزو او په ځانګړي توګه د زراعتي او څښاک د اوبو ستونزو د حل په موخه لازم پلانونه جوړ کړي او په عملي کېدو کي دي يې پراخي هلي ځلي وکړي، ترڅو د ولسواليو د خلکو ستونزو ته پر وخت رسيدګي سوې وي.

پر همدې مهال نوي ټاکل سوی رئيس محمدنسيم ايوبي هم د خپله اړخه د ولايتي ادارې مشرتابه ته ډاډ ورکړ، چي د چارو د تنظيم او لا ښه ودي په موخه به پراخي هڅي کوي او په خبره يې د ولايت مقام د رهبرۍ په لارښوونه به د مېشتو ولسونو ستونزي حلوي او په هره پروژه کي به شفافيت ساتل کيږي.

د ايوبي په خبره دوی به د مرکز د پلان، پاليسي او ستراتيژۍ مطابق د خلکو اساسي ضرورتونو په ځانګړي توګه د اوبو د کمښت په موخه پراخي هڅي کوي او خپلي ورځني چاري به په پوره اخلاص، صداقت او شفافيت سره پر مخ بيايي.

خبریال: احمد بهیر احمدي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

ملګرو ملتونو دنوم ثبتوني په پروسه کي دکندهاري ولس بېساری ګډون وستايه

افغانستان کي د رڼوټاکنو په برخه کښي دملګرو ملتونو دسياسي نمايندګۍ خاص استازي کرنټ کيفن، ...