طالبان د تاریخي فرصت په درشل کي | اندړ

د اوربند او سولې نخښې نن سبا تر بل هر وخت زیاتې ښکاري. طالبان، افغان حکومت او امریکا درې واړه پوه شوي دي چې جنګ ګټونکی نلري. پاکستان او ایران چې د جنګ په اوږدولو او د افغانستان په تباه کولو کې خپلې ګټې ویني، له جدي ستونزو سره مخ دي او د لوبې ادامه ورته مشکله ښکاري. داعش چې د طالبانو د ځای نیولو ویره یې موجوده وه، په خپلو اصلي ځایونو، عراق او سوریه کې سخته ماته خوړلې او د جوزجان د وروستیو اونیو له پیښو ښکاري چې افغانستان کې هم د کمزوري کیدو او ختمیدو په درشل کې دي.

 له بلې خوا، په افغانستان کې ځینې هغه کسان چې ځانونه یې د نظام برخه ګڼل خو بې نظامي یې غوښته او جګړه او ناامني یې د خپلو جیبونو د ډکولو په خیر لیده، نسبت څو کاله پخوا ته کمزوري شوي او په داسې دریځ کې نه دي چې د سولې پروسې ته واقعي ګواښ متوجه کړي.

  که څه هم په قطر کې د امریکایي او طالب مقاماتو تر منځ د خبرو جزییات نه دي په ډاګه شوي خو له مختلفو راپورونو ښکاري چې دغو خبرو مثبتې پایلې لرلې دي. د مثبو پایلو یوه نخښه یې دا ده چې خبرې اترې  تر اوسه څو ځله شوي او په غالب ګومان تر لوی اختر له مخه به د دواړو لوریو تر منځ یو ځل بیا مذاکرات وشي.

  په تیرو کلونو کې چې د پګواش په مرسته مختلفو افغان شخصیتونو په قطر یا نورو ځایونو کې له طالبانو سره کتلي وو، کابو ټولو له طالبانو سره د خبرو په اړه نسبتا مثبت تاثرات لرل. له طالبانو سره هیڅ مذاکره کوونکي دا خبره نه ده کړې چې هغوی د نورو افغان ډلو له حضوره او په ملي، سیاسي ژوند کې د هغوی له مشارکته انکار کړی دی.

 خو د طالب چارواکو له داسې دریځونو سره سره په تیرو کلونو کې د سولې په مساله کې ځکه لوی تحول رانه غی چې له امریکا، پاکستان او ایران سره د جنګ د ختمیدو قوي اراده نه وه.

 خو اوس چې ایران خدای په خپل غم اخته کړی دی او پاکستان هم د اقتصادي او سیاسی بحران په درشل کې ښکاري، د افغانستان د جنګ د اوږدولو لپاره پخوانی شوق او قوت ورسره نشته. له بلې خوا د جنګ د ختمولو لپاره د امریکا د ارادې لویه نخښه دا ده چې په پاکستان او ایران باندې یې محسوس فشار اچولی دی. پخوا چې امریکا پاکستان ته څه نه ویل او د ایران د مداخلو په باب خو یې ان ګیله هم نه کوله، مانا یې دا وه چې د جنګ له ختمولو سره یې خاصه دلچسپي نشته.

 سولې ته د نژدې کیدو بل لوی عامل د افغانستان اوسنی حکومت دی. د افغانستان اوسني حکومت تقریبا ټول هغه شرایط برابر کړي دي چې طالبان خبرو او اوربند ته تیار شي. د طالبانو وروستي پلمه دا وه چې له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره خبرې کوي. افغان حکومت د طالبانو دا شرط په نااعلان شوې بڼه ومانه او دا دی وینو چې اوس امریکایان او طالبان خبرې سره کوي.

 اوس نو په اصطلاح توپ د طالبانو په میدان کې دی او دا دوی دي چې د افغانستان د خیر لپاره به فیصله کوي. اوس هم که دوی د خپلو افراطي ملګرو، یا خودغرضه ګاونډیو یا د هغو کسانو تر تاثیر لاندې راشي چې په جنګ کې یې مادي ګټې دي، نو شاید په تاریخ کې د مثبت نقش لوبولو لپاره خپل تر ټولو لوی او شاید وروستی چانس له لاسه ورکړي.

   طالبان که مثبت او سیاسي نقش ولوبوي نو نه یوازې به خپل مقصد ته چې د امریکایي عسکرو وتل یې تعریفوي، ورسېږي، بلکې افغانستان ته به د سولې په راوستلو کې مهم کردار ادا کړي. د سولې په راوستلو کې مثبت کردار به دوی ته فرصت برابر کړي چې د ګران هیواد په سیاسی، اجتماعي ژوند کې پراخه او فعاله برخه واخلي.

 خو برعکس، که یې د ایران یا پاکستان یا خپلو هغو غړیو ومنل چې په غلا، شوکه او قاچاق بوخت دي، نو نه یوازې به د افغانستان د تباهي عمر اوږد کړي، بلکې خپل بیخ به هم وباسي.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

سوله لومړیتوب دی/ سید عبدالله پاچا

د سولې لپاره هر کله هڅې روانې دي، ځکه سوله د ټولو افغانانو او افغان ...