زابل:د شهيد حشمت خليل خان کرزي د۴تلين په مناسبت د قرآن عظيم الشان ختم وسو

زابل کی د شهيد حشمت خليل خان کرزي د شهادت د څلورم تلين په مناسبت د قرآن عظيم الشان ختم ددی ولایت داطلاعاتو فرهنګ ریاست کی په داسی مهال وسو،چي د ولايتي شورا درئیس تر څنګ يوشمېر دولتي ادارو استازو، قومي مشرانو، سپين ږيرو، ديني عالمانو، مخورو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د الله ج له درباره د شهيد د مغفرت او بخښني لپاره دعاګاني وسوې.

دولایتی شوارا رئیس عطامحمد حقبیان شهید حشمت خلیل خان کرزی پر هيواد خلګو او خاوري مين شخص وبالي او د شهيد حشمت خليل خان مړينه يوه نه جبرانېدونکې ضایع وبلل او له ځوانانو يې وغوښته، چي د هغه پر پله دي قدم کښېږي او په هيواد کي دي د سرتاسري سولي او ملي يوالي لپاره کار وکړي.

دغه راز قومي مشر حاجی مجیدخان اکا هم وویل د شهيد حشمت خليل کرزي د څنګ سړی دئ او د هغه په ټولو کارونو خبر دئ، چي لوی ارمان يې په هيواد کي سوله او ملي يوالی وو.

دحاجی مجیدخان اکاپه خبره شهيد تل د قومونو ترمنځ د يووالي لپاره کار کاوه او په لوی کندهارکي يې د ټولو قومونو ترمنځ ښه يووالي او اتحاد رامنځ ته کړی وو.

وروسته ددې ولایت دځوانانو امر محبوب محبت دشهید حشمت خلیل خان کرزی ژوند لیک دغونډی ګډون والو ته ووایه او ټول دشهید روح ته ددوعا لاس لپه کړل .

دیادونی وړده چی شهيد حشمت خليل خان کرزی څلورکاله وړاندي په خپل کور کي د اختر د مېلمنو سره د اختر د مبارکۍ پرمهال د يوه ځانمرګي بريد ګر له خوا په شهادت ورسېد.

 

خبريال: عيسي محمد قلم يار

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...