د ۴۰۴ میوند زون او ۲۰۵ اتل قول اردو له لوري د هیواد د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه ولمانځل سوه

د خپلواکۍ د ورځي په لمانځغونډه کي د ۴۰۴ میوند زون او ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو وویل چي امنیتي او دفاعي ځواکونه به تل دا خپلواکۍ همداسي ساتي.

هغوی وویل ورځ تر بلي امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کي دي او د نوو وړتیاوو څخه برخمن کیږي.

په کندهار کي د ۲۰۵ اتل قول اردو او ۴۰۴ میوند زون د مسؤلینو او منسوبینو له لوري د هیواد د خپلواکۍ ۹۹ کلیزه د یوې غونډي پر مهال ولمانځل سوه.

په لمانځغونډه کي د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان تورن جنرال اماما نظر بهبود وویل چي زموږ نیکونو د هیواد خپلواکۍ د وخت د لوی قدرت انګریزانو څخه په ډيره مېړانه اخیستې ده او اوس یې باید موږ په همداسي مېړانه ولمانځو او وساتو.

ښاغلي بهبود وویل چي د هیواد دفاعي ځواکونو ورځ تر بلي د پرمختګ او پیاوړتیا په حال کي نو همدا ډول به ددې ورځي او دې ورته د نورو د ویاړ ډکو ورځو په مېړانه دفاع کوي .

نوموړي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزي مبارکي ورکړه .

دې ته ورته د ۴۰۴ میوند زون مرستیال ما پاسوال رحمت الله صدیقي ددې ورځي د مبارکۍ تر څنګ امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وویل چي ورځ تر بلي د سولي پر خوا د پرمختګ په حال کي یو او د افغانانو دا ارمان د پوره کېدو په حال کي دي.

ښاغلي صدیقي خلګو ته د د ازادۍ د جشن په لمانځلو کي د پوره امنیت ډاډ څرګند کړ.

د غازي امان الله خان د خپلواکۍ چي ۹۹ کاله تر مخه د انګریز ښکېلات څخه په پوره مېړانه اخیستل سوې وه د هیواد ټول امنیتي او دفاعي ځواکونو ولمانځل او دا ورځ یې د نیمکرغۍ ورځ یاده کړه .

خبریال: احمدشاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د ښار او ولسواليو خلګو د خپلو ستونزو د حل په موخه د کندهاروالي سره وليدل

د يکشنبې په ورځ ماپښين مهال د کندهار ښار او ولسواليو خلګو له کندهاروالي تورنجنرال ...