د یوه جاپانی تمرین په مرسته مو خپله ګېډه په دې طریقه ژر اوبه کړئ

ژباړه: محمد عزیز پردېس

یوه جاپانی هنرمند میکی ریوسوک په وروستیو کې داسې یو جالبه کړنلاره کشف کړې ده چې د هغه په مرسته کولی شئ چې د څو اونیو په ترڅ کې ۱۳ کیلوګرامه او ۱۲ سانتی متره وزن مو د ګېډې د شاوخوا څخه کم کړئ.

دا تمرین نوموړی ته د ډاکتر له لوری د هغه د ملا درد د تسکینولو په موخه وړاندیز شوی و چې په ورځ کې به یې دوه دقیقې وخت نیوه.

مونږ تاسو ته د دې تمرین د عملی کولو وړاندیز کوو، یو ځلې یې وازمایئ؛ پرته له شکه چې پایله به یې تاسو ته ګټوره وی.

ریوسوک دې تمرین ته ( د تنفس رژیم ) نوم ورکړی دی. ډېری اروپایی ډاکترانو دا کړنلاره منلې او د وزن د کمولو لپاره یې ګټوره بللې ده او د دې تمرین اغېزې یې په لاندې توګه بیان کړی دی:

چاغوالی د اکسیجن، کاربن او هایدروجن درلودونکې ده. کله چې د تنفس کولو په مرسته اکسیجن بدن ته دننه شی، نو چربو حجرو ته ورسېږی او هغه په دوه برخو کاربن او اوبو اړوی. په همدې اساس هرڅومره چې بدن ډېر اکسیجن مصرف کړی، نو ډېره چربو سوزوی او له منځه یې وړی.

دا ورزش هره ورځ د ۲ څخه نیولې تر ۱۰ دقیقو پورې ترسره کړئ.

 ودرېږئ او یوه پښه مو له بلې پښې څخه وړاندې یا مخکې کېږدئ.

 د خپلو کوناټیو عضلې مو سستې ونیسئ او ټول وزن مو په شاتینۍ پښې واچوئ.

 د ۳ ثانیو لپاره دننه ته ژوره ساه کش کړئ او لاسونه مو د سر له پاسه اوچت ونیسئ.

 وروسته د ۷ ثانیو لپاره ساه بیرون وکاږئ او د ټول بدن عضلې مو سستې ونیسئ.

د ډاکترانو او څېړونکو په وینا نوموړی تمرین د بدن عضلې او میتابولیزم غښتلی کوی.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

يو ګېلاس دغه اوبه وڅښئ او خېټه مو ويلي کړئ

يو ګېلاس دغه اوبه وڅښئ او خېټه مو ويلي کړئ لیکنه : ډاکټر اجمل درمان ...