د پنج شنبي په ورځ د کندهار محبس څخه ۲۵ تنه بندیان آزاد سول

د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ کال د ۳ میاشتي د ۲۷ نیټې د ۸ ګڼي فرمان له مخي د کندهار محبس د بیلابیلو جنايي جرمنو مرتکیبینو ته د روژې د مبارکي میاشتي او کوچني اختر په مناسبت د ۷۰ تنو محبسینو د بند د مودې کموالی په نظر کي نیول سوی ؤ چي پر همدې اساس ۲۴ تنه نارینه او يوه ښځه چي د بند موده يي پوره سوې وه آزاد سوه.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا آزاد سوو بندیانو ته هدايت وکړ چي نور په جرمونو لاس پوري نه کړي او په ټولنه کي ښه ژوند غوره کړي تر څو بیا د داسي ناخوالو سره مخ نسي.

د کندهار محبس څخه ۲۵ تنه بندیان چي په بیلابیلو جنايي جرمنو باندي مرتکیب سوي وه محبس کي بندیان وه د پنج شنبي په ورځ آزاد او خپلو کورنو ته ستانه سوه.

د کندهار استناف څانوالۍ رئيس عبدالرحمن کوشان وايي، چي د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ۱۳۹۷ کال د ۳ میاشتي د ۲۷ نيټه د ۸ ګڼي فرمان پر اساس چي د روژي مبارکي میاشتي او کوچني اختر په مناسبت کندهار محبس ته د ۷۰ تنو جنايي بندیانو د بند د مودي د کموالي په وجه راغلي وو چي له هغي جملي څخه د ۲۵ تنو بندیانو د بند موده پوره سوي وه چي ۲۴ نارینه او يوه ښځينه پکښي شامله ده.

او پاته نور ۴۵ تنه بندیان چي د هغوي د بند په موده کي هم کموالي راغلي د بند د مودي د پوره کیدو په صورت کي به آزاد سي.

همدارازد بندیانو د آزادېدو پرمهال کندهار والي تورن جنرال زلمی ویسا آزاد سوو بندیانو ته لارښوونه وکړه چي نور په داډول جرمونو لاس پوري نه کړي او په ټولنه کي د خلګو سره ښه چلند تر سره کړي او داسي ګامونه پورته نه کړي چی دوباره تر زندانه ورسوي.

هغه زیاته کړه هغه کسان چی دوباره جرم تکراروي د هغوي د جرم کچه د نورو مجرمینو په پرتله زیاته وي او مرتکیبنو ته يې سزا هم زیاته ورکول کیږي.

دکندهار زندان مسؤلين وايي، ډېر ژر به د اسد د ۲۸ او لوی اختر په مناسبت د يوشمېر نورو جنايي مجرمينو د خوشي کېدو لپاره دجمهور رئيس محمد اشرف غني له خوا ځانګړي فرمانونه صادر کړل سي، چي ددوی له خوا به بې له ځنډه عملي کړل سي.

خبریال: عبدالقیوم شکوري

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...