د ټرافیک پولیسو مسؤلین راتلونکي کښي د موټرچلوونکو لپاره د تخنیکي او عملي زده کړو خبر ورکړ

د ټرافیک پولیسو مدیریت لپاره څو اوونۍ وړاندي نوی مدیر وټاکل سو، چي ورسره سم يې په یوشمیر برخو کي د ستونزو دحل په موخه دنوي پلانونو خبره وکړه.

هغه وویل، په ښار کي به ټرافیکي اشارې زیاتي کړي، زړې اشاري به ترمیم سي او همداراز به د موټر چلوونکو لپاره د نظري زده کړو ترڅنګ دتخنیکي او عملي زده کړو زمینه برابره کړي.

د ټرافیک پولیسو مدیرسمنوال عبدالحمید افضلي وايي، چي د ټرافیک پولیسو ادارې ته يې راتګ د چارو سمون او په هره برخه کي دستونزو حل دی، چي دخپل کاري ټیم او اړوندو ادارو په مټ او همکاري به يي مخته یوسي.

نوي پلانونه په لاس کي لري او په هره برخه کي به د زړه له دریغه کار وکړي.

نوموړي زیاته کړه،چي په ښاري کي به د اړتیا پر اساس ټرافیکي اشارې ودروي او همداراز به زړې اشاري هم ترمیم سي.

هغه داراز زياته کړه، چي په پلان لري، څو د عامه پوهاوي پروګرامونو د لاري خلک دټرافیکي اصولو سره بلد کړي او ترڅنګ به يې موټر چلوونکو ته د موټر چلووني اړوند زده کړي ورکړل سي، ترڅو د ټرافیکي اصولو له مخي د ټرافیکي پیښو مخنیوی وکړای سي.

د افضلي په خبره، یوازي نظري زده کړي د موټر چلوونکو ګټور نه دي بلکي هغوئ ته به دتخنیک او ترڅنګ د عملي چلووني کورسونه هم جوړ کړي.

دده په خبره که چیري موټر چلووونکي د موټر د ماشین کوچنۍ خرابي جوړه کړاي سي، نو به په لیري لارو کي له ستونزو ځان خلاص کړاي سي.

نوموړي د بې اسنادو موټرونو مخنیوی خپله دنده وبلل او زیاته يي کړه، چي په یاده برخه کي به د قانون له مخي اجرات وکړي.

هغه زیاته کړه، زیات شمیر موټرونه يې دفُرزه کولو لپاره ګمرک ریاست ته سپارلي، خو تر اوسه په یاده برخه کي عملي اجرات نه  دي سوي او په دغه برخه کي يي دیادو مسؤلینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.

دیادولو ده، چي د ټرافیک پولیسو مدیر دخلکو څخه د ټرافیکي پیښو په مخنیوي کي دهمکارۍ غوښتنه وکړه.

په خبره يي خلک دي د موټر چلووني اړوند زده کړي وکړي، ترلاسه کړي زده کړي دي عملي کړي او همداراز والدین باید خپلو تنکیو زامنو ته نقلیه وسایط ورنکړي، ترڅو د ټرافیکي پیښو مخه ونیسو.

خبریال: عبدالقاهرپیوستون

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...