دهلمند پولیسو ګرشک ولسوالۍ کي له د وو تورونو کسانو سره په زیاته اندازه نشه يې توکې نیولې

د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې د پولیسو مدیر وايي : د کشفي مالوماتو پر بنسټ يي د نشې توکو پر دې مرکز عملیات ترسره کړې ، چي په زیاته اندازه هیروین ، ښيښه او نور نشه يي توکي يي تر لاسه کړي دي.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د پولیسو مدیر محمد ولي غوثی ، هغه نشه يي توکې رسنیو ته وښودل ، چي په ګرشک کي يي د عملیاتو پر مهال تر لاسه کړي دي.

دی وايي : د ځانګړو عملیاتو پر مهال يي د زلمي په نوم یو کس ، او د همدې شبکې غړی چي نشه يي توکو کاروبار يي کاوه ، له یوه اندازه نشه يې توکو سره یو ځای نیولی دی.

غوثي وايي : په نیول سوو کي یو کیلو او دوه سوه دیرش ګرامه هیروین ، دوه کیلو او نوې ګرامه ښيښه ، سل ګرامه تاریاک ، شپږ سوه ګرامه مورفین یو لک درویشت زره افغانۍ او ۴۸  ټلیفونان شامل دي.

دی وايي : دا ټلیفونان معتادینو غلا کړي وه ، او بیا يي پر نوموړي په ډېره لږه بیه د نشه يې توکو په بدل کي پلورل.

دی وايي : په لښکرګا ښار کي یي هم د خلکو په همکاری عملیات ترسره کړي دي ، چي خورا ښې لاس ته راوړوني لرلې دې.

دی وايي هڅه کوي ، چي خپلو دغه ډول اقداماتو ته پراختیا ورکړي او د ښار او ولسوالیو سیمي د نشه يي توکو د پلورونکو څخه پاکي کړي.

بل پلو د ولایتي شورا مرستیال عبادالله علیزی د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د پولیسو مدیریت کارونه د ستایني وړ بولي ، دی وايي : د نشه يي توکو د پلور ځایونو په مخنیوي سره به دلته د معتادینو شمېر کي کموالی راسي ، او له بله پلوه به د هلمند اوسیدونکي ، هم له هغه ستونزو خلاص سي ، چي معتادینو به يي له کورونو او دوکانونو غلاوې کولې.

د یادوني وړده چي په دې ورستیو کي د نشه يي توکو ضد پولیسو لښکرګا ښار په بیلابیلو سیمو کي عملیات ترسره کړي ، چي د نشه يې توکو د پلور ځایونو په مخنیوي او د معتادینو پر کمښت يي پام وړ اغیز لرلی دی.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...