د نیمچه سر دردۍ څخه تنګ یئ؟ لاملونه او درملنه یې!

سر درد یو له هغو عامو او مضرو دردونو څخه دی چې نه یواځې په بدن کې سستي پیدا کوي بلکې په ډیروالي سره انسان په نورو ناورغیو اخته کوي.

د طب پوهان دې پایلې ته رسیدلي چې د سر درد د بدن له نورو دردونو څخه ډیر دردونکی وي، په ځانګړي ډول کله چې نیم سر، یوه سترګه او نیمه کوپړۍ درد کوي انسان ډیر سخت تنګوي او هیڅ کار کولو ته یې نه پریږدي.

په طبي اصطلاح نیمچه سر دردۍ ته «میګرین» ویل کیږي، پوهان وایي که څوک د نیمچه سر درد لري دوی باید خپل ورځنی ژوند داسې جوړ کړي چې په هغې کې د سر دردۍ رامنځته کېدل کم شي، په دې کې د کمپیوټر یا مبایل کم استعمال، په خپل وخت ارام او پوره خوب، په مسلسل ډول ډېر کار نه کول او په ځان ډیره لوږه نه تېرول دي.

تر دې دمه د طب پوهانو داسې درمل نه دي په ګوته کړي چې د سر دردۍ ښه کولو لپاره ځانګړي وي، خو دوی هغه لاملونه چې سر دردي رامنځته کوي په ډاګه کوي او زیاتوي چې د سر درملنې لپاره باید ددې د لاملونو مخه ونېول شي.

لاملونه یې: که څه هم پوهانو د سر دردۍ اصلي لاملونه نه دي روښانه کړي خو دوی په دې باوري دي چې د میګرین لامل د دماغو کیمیاوي موادو، د وینې رګونو او د دماغو عصبي رشتو سره تړل دي.

همدا ډول هر کله چې انسان د مبایل یا کمپیوټر سکرین ته په مسلسل ډول، یا د شپې ناوخته او د سهار وختي وګوري دماغ په سم ډول کار نه کوي او د نیمچه سر دردۍ رامنځته کېدو امکان ډیر شي، سربېره پر دې دماغ ستړي کول او یا د ارام کولو وخت نه ټاکل هم د سر دردۍ لامل کیږي.

درملنه یې: ډیر خلک د نیم سر درد په وخت د ډاکتر بي نسخې د درد ارامونکي درمل کاروي لکه  اسپرین، بروفین، پونسټان، پيناډال او داسې نور درد ضد درمل، خو باید په یاد ولرئ چې د درد ارامولو درمل د درد ښه کولو پرځای په معده کې زخم او نورې ناروغۍ رامنځته کوي.

د ښه خوب لپاره دغه لارښوونې عملي کړئ: روزانه وختي په یو وخت ویده کیدل او سهار په یو وخت پاڅيدل، د شپې لخوا د کافي، نیکوټین او الکولو نه استعمالول! ځکه چې دا خوب تختوي، د شپې لخوا اعصاب ستړي کونکي کارونو څخه ځان ساتل! لکه تلویزون یا انټرنیټ استعمالول، د خوب پر مهال د خونې روښنایي بنده ساتل.

نوي درمل: اوس څیړونکو د نیمچه سر دردۍ لپاره نوي درمل وړاندې کړې دي. دغه درمل «ارنمب» نومیږي، چې د انجکشن له لارې بدن ته ننوځي، چې دماغو ته د درد رسونکو موادو مخه نیسي.

د پوهانو په وینا دغه نوي درمل د میګرین یا نیمچه سر دردي په مخنیوي کې ۵۰ سلنه کار کوي، او تر دې مهاله یې کوم جانبي عوارض هم نه دي موندل شوي، خو په دې درمل نورو څیړنو ته هم اړتیا ده.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

يو ګېلاس دغه اوبه وڅښئ او خېټه مو ويلي کړئ

يو ګېلاس دغه اوبه وڅښئ او خېټه مو ويلي کړئ لیکنه : ډاکټر اجمل درمان ...