د پوهني ریاست اړوند د استادانو څخه د رتبې د لوړوالي امتحان واخیستل سو

د کندهار په عالي دارلمعلمین کي د کندهار ښار او ولسوالیو د پخوانیو معلمینو څخه د ارتکاع رتبه امتحان د معارف وزارت څخه د راغلي پلاوي له لوري واخیستل سو.

د عالي دارالمعلمین رئیس عبدالخالق پوپل وویل چي یاده پروسه د افغانستان په څو نورو لویو ښارونوکي شروع ده څو د پخوانیو معلمینو په رتبو او معاشات کي زیاتوالی راسي.

په کندهار کي د معارف وزارت له لوري دښار او ولسواليو د هغه استادانو څخه چي رتبې یې ټیټي او معاشات یې کم وه امتحان واخیستل سو.

پر همدې مهال د کندهار د عالي دارالمعلمین رئیس عبدالخالق پوپل وويل چي د کندهار ۴۹ تنه استادان یاد امتحان ته ټاکل سوي وه چي ځيني یې په لیرو پرتو ولسوالیو کي وه او د ګڼو ستونزو له امله امتحان ته حاضر سوي نه وه ،نو یوازي ۱۸ تنه ښوونکي د امتحان صحنې ته حاضر سوه .

ښاغلي پوپل وویل چي ددې امتحان په ورکولو سره به د پخوانيو ښوونکو چي تر دا مهاله یې په ډېره کمه اندازه معاش تر لاسه کوي په رتبو او معاشاتو کي زیاتوالي راسي .

نوموړي زیاته کړه چي یاده پروسه د معارف وزارت له لوري هم مهال په نهه ولایتونو کي شروع ده .

دې ته ورته د مرکز کابل څخه راغلي پلاوي مبارز واکمن وویل چي د ښوونکو څخه یې په څو رشتو کي د ارتکاع رتبه امتحان اخلي .

راغلي پلاوي مبارز زیاته کړه چي دوي به د امتحان حل سوي پارچي مرکز ته له ځانه سره وړي او په ډيره لنډه موده کي به یې نتایج معلوم سي .

نوموړي وویل چي دا پروسه یوازي د پخوانیو ښوونکو لپاره ده ځکه نوي مقرر سوي ښوونکي مخکي لا دغه پروسې ته داخل سوي دي.

هېره دي نه وي چي په یادو ښوونکو کي زیات داسی کسان وه چي شاوخوا شل کاله یې په ښار او ولسوالیو کي زده کوونکي روزلي او د ښوونکي دنده یې تر سره کړي دي .

خبریال: احمدشاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...