د شهيد حشمت خليل خان کرزي د څلورم تلين په مناسبت د قرآن عظيم الشان ختمونه وسوه

د پنج شنبې په ورځ د شهيد حشمت خليل خان کرزي د شهادت د څلورم تلين په مناسبت د قرآن عظيم الشان ختمونه وسوه او د هغه د ارواح د خوښۍ په موخه د الله ج دربار ته د مغفرت او بخښني لاسونه لپه سوه.

د شهيد د ختم په دغه مراسمو کي د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د ولايتي شورا غړي عطاالله عطا، د يوشمېر دولتي ادارو استازو، قومي مشرانو، سپين ږرو، ديني عالمانو، مخورو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

د پنج شنبې په ورځ د شهيد حشمت خليل خان کرزي د شهادت د څلورم تلين په مناسبت د هغه په کلا کي د قرآن عظيم الشان ختمونه وسوه او د الله ج له درباره د شهيد د مغفرت او بخښني لپاره دعاګاني وسوې.

په دغه مراسمو کي، چي دکندهار والي په خاصه لارښوونه د ولايت مقام د ټولنیزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري هم ګډون کړی ؤ وويل، شهيد حشمت خليل خان کرزی پر هيواد خلګو او خاوري مين شخص وو، چي تل يې په هيواد کي د سرتاسرۍ سولي، ټينګ امنيت، ملي يوالي او پرمختللي افغانستان هيلي درلودلې.

ښاغلي دستګيري زياته کړه، شهيد د ولس له منځه راولاړ سوی وو او د ولس د ستونزو او مشکلاتو د له منځه وړلو په موخه يې د کندهار او مرکز په سطحه کار کاوه او د خلګو لپاره يې په بېلابېلو برخو کي خدمت کا وه.

هغه د شهيد حشمت خليل خان مړينه يوه نه جبرانېدونکې ضایع وبلل او له ځوانانو يې وغوښته، چي د هغه پر پله دي قدم کښېږي او په هيواد کي دي د سرتاسري سولي او ملي يوالي لپاره کار وکړي.

دغه راز قومي مشر سمندرخان وايي، د شهيد حشمت خليل کرزي د څنګ سړی دئ او د هغه په ټولو کارونو خبر دئ، چي لوی ارمان يې په هيواد کي سوله او ملي يوالی وو.

دی وايي، شهيد تر د قومونو ترمنځ د يوالي لپاره کار کاوه او په لوی کندهارکي يې د ټولو قومونو ترمنځ ښه يوالي او اتحاد رامنځ ته کړی وو.

سمندر خان له ټولو خلګو غواړي، چي د هيواد د ابادۍ په برخه کي دي د شهيد حشمت خليل خان کرزي په څېر ايمانداره او صادقه اوسي، څو هيواد مو د يوې پايداري سولي څښتن سي.

هېره دي نه وي، چي شهيد حشمت خليل خان کرزی څلور کاله وړاندي په خپل کور کي د اختر د مېلمنو سره د اختر د مبارکۍ پرمهال د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي په شهادت ورسېد.

خبریال:  روزالدين ايازي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...