د حضرت عمر فاروق (رض ) د جامع جومات کارونه په چټکۍ سره روان دي

ددې لوی او تاریخي جامع جومات د ساختماني چارو امر الیاس رحیمي وايي، چي ډېر ژر به دا مسجد جامع د لمونځ کولو لپاره د خلګو پر مخ پرانیستل سي.

نوموړی وايي چي د حضرت عمر فاروق (رض) د مسجد د لومړي فاز کارونه تر ډېره بشپړیدو ته نژدې سوي دي.

دا د کندهار ښار په مرکزي سیمه کي د حضرت عمر فاروق (رض) جامع جومات دی چي د لومړي فاز کارونه يې په چټکۍ سره روان دي او دغه ساختماني چاري د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا له لوري په جدي ډول څارل کیږي.

د دې جومات د ساختماني چارو امر الیاس رحیمي وايي، چي د کندهار والي په زياتو هڅو او د ښار جوړولو اوسني وزیر په همکارۍ او دجمهور رئیس محمد اشرف غني په خاصه پاملرنه د ۱۳۹۷ لمریز کال د ثور میاشتي پر ۷ مه نېټه د ۱۴۷ ګڼه فرمان له مخي ددې مسجد جامع د لومړي فاز کار د شروع لپاره ۱۵۰ میليونه افغاني ورکول سوې.

ښاغلی رحیمي وايي، چي وروسته د کندهار والي زلمي ویسا او دښارجوړوني سرپرست وزیر روښان ولسمل له لوري د روان کال د جوزا میاشتي پر ۲۶ نېټه ددغه جامع د لومړي فاز د کار پرانیسته وسوه.

نوموړی وايي چي د کندهاروالي له لوري په لومړي ځل د همدې کال د سرطان میاشتي پر ۱۷ ددې جامع جومات د کار څخه لیدنه وسوه او د کارونو د ښه تر سره کولو څخه یې خوښي څرګنده کړه.

د حضرت عمرفاروق (رض) د جامع جومات د ساختماني چارو امر الیاس رحیمي وايي چي په لومړي فاز کي منارونه، پارکینګ، مدرسه، د اوسېدولو اطاقونه او تشنابونه دي چي اوس یې کارونه تر ډیره ښه روان دي .

نوموړی وايي چي ډیر ژر به یاده لویه جامع د خلګو لپاره د لمانځه ادایني به موخه پرانیستل سي .

باید یاده کړل سي چي حضرت عمر فاروق (رض) جامع جومات په درې پوړه کي جوړ دی چي په لومړي پوړ کي یې د ښځینه او پاته نور بیا د نارینه وو لمونځ کوونکو لپاره دي.

خبریال: احمدشاه شاداب

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...