د امريکا متحده ايالات د افغان هوائي ځواک پياوړتيا ته پوره ژمنتيا لري

په افغانستان کي د قاطع ملاتړ د ماموريت د هوائي روزنيزي برخي قوماندان تورنجنرال سېګوين له کندهار راډيوتلوېزيون سره د خبرو پر مهال دغه څرګندوني وکړې.

نوموړي وویل چي د افغان هوائي ځواک د عصري کولو په نيت تر اوسه د امريکا حکومت افغان لوري ته ۲۰ باله بلک هاک الوتکي ورکړي، چي په خبره يې د الوتکو د لېږد دا لړۍ لا هم د يوه منظم پلان له مخي پرمخ ځي.

د بلک هاک څرخي الوتکو په ترلاسه کولو سره اوس افغان هوائي ځواک د مخکنۍ زړې هوائي تکنالوژۍ څخه د عصري کېدو پر لور روان دی.

مخکي افغان هوائي ځواک د جګړې او اکمالاتو په برخه کي له مې ۱۷ روسي جوړ څرخي او نورو جنګي او اکملاتي الوتکو څخه کار اخيست، چي د افغان او بهرنيو چارواکو په وينا زړه تکنالوژي ده او د جګړې په ډګر کي چندان اغيزمنه هم نه وه.

اوس تازه يوه لوړپوړي امريکايي جنرال خپله هغه ژمنه يوځل بيا تکرار کړه، چي دده په وينا د امریکا حکومت او په ټوله کي د ناټو سازمان به د افغان هوائي ځواک د پياوړتيا لپاره نور کار هم وکړي.

په افغانستان کي د قاطع ملاتړ د ماموريت د هوائي روزنيزي برخي امريکايي قوماندان تورنجنرال سېګوين له کندهار راډيوتلوېزيون سره خبرو کي وویل چي، تر اوسه يې افغان هوائي ځواک ته ۲۰ باله بلک هاک هليکوپترونه ورکړي او په لسګونه پيلوټان او نښه ويشتونکي يې هم ورته روزلي دي.

( موږ له خپله اړخه چي متحده ايالاتو او د قاطع ملاتړ د ماموريت کړي له افغانستان سره همکاريو ته ژمن يو ددې ترڅنګ په وروستيو کي د شمالي انتلانتيک يا ناټو سازمان هم خپلي ژمني تازه کړي، چي له افغان پوځ سره به تر ۲۰۲۴ کال پوري مرستي جاري وساتي ترڅو د هغوئ وړتياوي لوړي سي)

جنرال سېګوين وايي چي، متحده ايالات د يوه منظم پلان له مخي افغان هوائي ځواک ته بلک هاک الوتکي ورکوي، چي په خبره يې دوئ فکر کوي دا د افغان ځواکونو وړتياوي د جګړې په ډګر کي لوړولی سي.

 ( تر اوسه موږ د ۲۰ په شاوخوا کي بلک هاک څرخي الوتکي تسليم کړي او موږ د يوه منظم پلان پر اساس دا پروسه مخته وړو او دا د هغه همکاريو يوه ښه نمونه ده، چي متحده ايالات غواړي ددغو الوتکو په ورکول سره د افغان هوائي ځواک وړتياوي لوړي کړي )

امريکايي چارواکي په داسي حال کي د افغان هوائي ځواک د پياوړتيا خبره کوي، چي يوازي څو ورځي مخکي په دوو عملياتي دورو کي په لسګونه افغان پيلوټان د بلک هاک الوتکو د پروازونو په برخه کي فارغ سول.

د افغان چارواکو په وينا فارغه سوي افغان پيلوټان او نښه ويشتونکي تر فراغت وروسته د افغان قواو په ملاتړ د جګړې کرښو ته تللي او هلته يې د وسلوالو پرضد عملياتو کي برخه اخيستې ده.

خبریال: رحيم الله رحيمي

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي د سولي نړۍ واله ورځ ولمانځل سوه

اطلاعات او کلتور رياست، کندهار پوهنتون او پاچا خان څېړنيز مرکز په ګډه د سولي ...