د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ درېیمه لوبه سبا ترسره کېږي

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د کرکټ درېیمه یوه ورځنۍ لوبه سبا په بلفاست کې ترسره کېږي.

د دواړو لورو ترمنځ روانه اوونۍ د ۵۰ اورونو دوه لوبې وشوې چې یوه‌یې افغان لوبغاړو او بله‌یې پرون ایرلنډ د درې وېکټو په توپیر وګټله.

سبانۍ لوبه مهه ده، ځکه چې د دې لړۍ وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه ده او هر لوري که وګټله د دغو یو ورځنیو لوبو جام به خپل کړي.

افغان لوبډلې د ایرلنډ د دې سفر په ترڅ کې تر دې مخکې د ۲۰ اورونو له درېیو لوبو، دوه ګټلې وې او یوه د باران له امله نه‌وه شوې.

x

دا هم وګورئ

کندهارکي داخلي بېځايه سوي ګډوالي کورنۍ د دولت او اړوند مرسته کوونکو ادارو څخه غوښتنه کوي چي د دوی سره مرسته وکړي

د کډوالو چارو رياست مسئولین د یادو بېځايه سوو کسانو ستونزه پر ځای بولي خو ...