دمتحده ایالاتو ولسمشر پر ایران د لویو مالي بندیزونو د بیا لګولو امر وکړ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران د لویو مالي بندیزونو د بیا لګولو امر وکړ.

د ایران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړونه تر وتلو درې میاشتي وروسته د امریکا ولسمشر د اګست پر شپږمه خپل هغه دریځ بیا تکرار کړ چې وایې دغه تړون یو اړخیز او د نه منلو دی .

لدې سره ډونالډ ټرامپ پر ایران د بندیزونو د بیا لګولو امر وکړ چې د اګست له اومې نیټې به نافذ وي.

د امریکا ولسمشر په هغه اعلامیه کې چې د سپینې ماڼۍ له لوري خپره شوه پر ټولو هیوادونو ټینګار کړی چې دا واضحه کړي چې د ایران رژیم باید یو انتخاب ولري :

« یا دا چې خپل ګواښونه او د بې ثباتۍ کړني بدلې کړې او له نړیوال اقتصاد سره یو شي او یا دې د اقتصادي انزوا په لور حرکت ته دوام ورکړي.»

د امریکا دغه بندیزونه د ایران د ترانسپورټ سکټور ، د مشهورو غالیو او د سرو زرو او نورو فلزاتو سوداګري په نښه کوي 

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

هلمند کي د ټاکنو دوهمه ورځ هم له شکایتونو ډکه وه

کوچیان وايي : تر ناوخته د ټاکنو کمېسیون د رایو ورکولو پروسه پیل نه کړه ...