افغانستان آيرلنډ ته د کرکټ په پنځوس اووريزه سيالۍ کي ماتې ورکړه

افغانستان آيرلنډ ته د کرکټ په پنځوس اووريزه سيالۍ کې په ۲۹منډو ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې چې پرون په بيلفاسټ کې وشوه آيرلنډ پچه وګټله او افغانستان ته یې وویل چې بېټينګ وکړي. افغان لوبډلې د نهو لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۷ منډې جوړې کړي.

ګلبدين نايب ۶۴ او حشمت الله شهيدي ۵۴ منډې وکړي. په مقابل کې يې د آيرلنډ ټول لوبغاړي په نهه څلوېښتم اوور کې د ۱۹۸ منډو په کولو اوټ شول.

د دې لړۍ دوهمه لوبه د اګست په ۲۹مه او آخري لوبه يې د اګست په ۳۱مه کېږي. له دې يو ورځنيوو لوبو مخکې، افغانستان له آيرلېنډه د شل اووريزو سياليوو لړۍ هم ګټلې وه. افغانستان دوه لوبې د ځان کړې وي او يوه لوبه د باران له کبله نه وه شوې.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

د ښار او ولسواليو خلګو د خپلو ستونزو د حل په موخه د کندهاروالي سره وليدل

د يکشنبې په ورځ ماپښين مهال د کندهار ښار او ولسواليو خلګو له کندهاروالي تورنجنرال ...