د طالبانو يو بام او څو هواګانې

جمشيد غزنيوال

قتل وشو، قاتل ونيول شو، جرګه دايره شوه، د مقتول ورثې ته خولې ويړې شوې چې قاتل وبښي. د مقتول خويندو ګرېوانونه شکول، د ځوان جان ورور قاتل يې چې تيار نیول شوی و، په هيڅ کتاب د بښنې وړ ورته نه اېسېده.

پر قاتل د قصاص د حد حکم جاري شو، په دې وخت کې يو نغښتی ټيکری د مجلس منځ ته ور وغورځول شو، خلک هک پک شول. د وره په منځ کې يوه سپين‌سرې لوڅ سر، لندې سترګې ولاړه وه.

خلکو د ټيکري په فضل، درنښت او وقار کې د قاتل روح غوټه کړ، جرګې د ټيکري د عزت په سيوري کې قاتل د قصاص له جل څخه د ژوند غېږې ته ارام روان کړ.

د مقتول تور سرو خوېندو د خپل شيرين ورور د قاتل ادې ته ټيکری ور پر سر کړ او زوی يې ورسره ولېږه. پر جرګه را غونډو سپين‌روبو د پښتانه نرخ او څلي په اعزاز قاتل وباښه او د مقتول د خوېندو له زړه د انتقام اور د عفوې په اوبو داسې پرېمنځل شو، لکه ورور چې يې را ژوندی شوی وي.

په پښتانه کلتور کې د غيرت ټکی په اصلي مانا کارېده، غيرت يوازې وچې سرټمبګي ته نه استعمالېده، خو جګړې زموږ اکثره معنويتونه لکه زموږ وينې هدر وبهول، موږ جګړې سپکه بڼکه کړو، حيف چې زموږ په نامه معرفي شوې جګړه پر موږ تر نورو په ډېر جبر تاوېږي، موږ زموږ په نامه د مشهورې جګړې تر ټولو ستر قربانيان يوو.

موده مخکې د همدې پښتنو په يوه کلي کې ځوان د قلبې له ټکټره را کوز شو، وربوز وهليو توپکوالو تر لاس نيولی د هديرې سر ته راووست، ډز ډز، څو مرمۍ فاير شوې او يو قامت قبرونو ته څېرمه را ړنګ شو…

تر فاتحې وروسته مالومه شوه چې ځوان لوی ملا صاحب «ملا محمد عمر مجاهد» ته ښکنځلې کړې.

د واکسين پر رضاکارانو په زابل کې څو ځله خپل واکسين ټول په يو ځل وڅښل شو، د غزني د کوچيانو لېسې څو شاګردان په دې خاطر حلال کړای شول چې پر موبايلونو يې په اصطلاح د جواسسو شک کېده، په کليو کې د ځوانانو معدې د خپل ټلېفون له مېموريو ډکې شوې، په واده کې تر يوې ايم‌پي‌تري تاو شل بچه مرد ځوانان د شپې په يوه بجه د برقي ګروپ تر خاموشولو وروسته، پر خوله خوله په لغتو ووهل شول، د مور تر مخ زوی د حکومت د پلوي په تور ضربه شو، تري تم شوي ځوانان څو ورځې وروسته د هديرو، سپرغو او کنډوالو له منځه مړه را وايستل شول، قبرونه والوځل شول، د واړه تهمت په بهانه د پښتنو پر کورونو ور شېوه شول… خو طالب لا هم د پښتانه د جومات په لاوډسپېکر کې د «مجاهد ته ډوډۍ راوړئ…» په جمله کې باوقاره استعمالېږي…

د ۱۳۸۵ لمريز کال د حوت پر ۱۵مه د هلمند په نادعلي کې د ملا داد الله کسانو له افغان خبريال اجمل نقشبندي سره د ايټاليا يو خبريال ماسټرو جیاکومو او يو افغان ډرايور هم ونيول. له افغان حکومت سره د خبرو د تبادلې تر ډرامې وروسته ماسټرو جياکومو ګلالی رخصت شو او نقشبندي يې د ګور بندي کړ. بهانه دا شوه چې د نقشبندي پر وړاندې د زاندنيانو معامله صفا نه‌شوه.

عبدالصمد روحاني چې په ۲۰۰۸ کال کې د همدې طالبانو ګوتو ته ولوېد، نه د تبادلې ضرورت پيدا شو، نه يې لکه کوم بهرنی اسير د سرور زرو د چرګ غوندې په کوچو کې وساته، په دوې درې ورځې کې يې فيصله د لښکرګاه د يوې وچې صحرا پر سر وشوه، پر جسد يې د شکنجې تر څنګ د زهري مرميو داغونو د طالب د انصاف بيان کاوه، د روحاني ماشومه لور “پر سپېره غولي ويده پاتې شوه.”

موږ کوښښ نه کوو چې د طالبانو دغه ډول يو بام او دوې هواوې قلم‌بندې کړو، ځکه د نامتناعي تفاوتونو شمېر له ځينو هغو ګمنامو ارواوو سره ظلم دی چې هېر ته وسپارل شي.

د کابل ـ کندهار پر لاره د شاه‌جوی پر سيمه د يوه ځوان کيسه ده. طالبانو د پخوانۍ حکومتي همکارۍ په تور له موټره کښته کړ، د ځوان چې خپل مړينه زړه ته پرېوته، د پنجاب د راه‌بلد طالب مخ ته يې وروستۍ هيله داسې رسم کړه؛

تازه مې واده کړی، پر مخ مې مه ولئ، ناوې مې ګوري!

د ناوې په ارمان ساتلي مخ په وړه نيمه شېبه کې دېرشو ګرمو مرميو خولې سړې کړې، يخ پخ جسد کلي ته راوړل شو.

مولوي عبدالغفور پېروز يې د روان ۲۰۱۷ کال د مې پر ۷مه د خپل کور مخ ته د داسې سړي په وسيله شهيد کړ چې پخپله يې الحمدلله د کندهاري عسکرو له خولې واورېده. ويل يې چې کوم ملا ورته ويلي چې “مولوي غپور وابي سوی، کار يې ور خلاص که.”

وايي اوښ ته يې ويل، غاړه دې يو څه کږه اېسي، کړه يې؛ کوم ځای مې سم دی؟

د طالب سايکلوجي د پاکستانيو مدرسو په تل‌خونو کې مسخ کېږي، هلته هغه جادوګر ناست دي چې په نفاثات في العقد کې يې وړې ده، خو همدا مسخ شوې هيولايي اروا ځای ځای د انساني تعاملاتو مظاهرې هم کوي، مګر دغه مظاهره بيا هم د مسلمان پر سر د رحمت سيوری نه کوي، د رحمت دغه باران هم د کفارو پر سر ورېږي.

شا و خوا کال وړاندې د طالبانو سرغنه خاښ چې طالبان يې خپل هډ و پوست ګڼي، حقاني شبکې هغه کاناډايي امريکايي کورنۍ په خير و عافيت رخصت کړه چې په پنځه کاله کې يې د دريو ماشومانو د زېږېدو له‌پاره جنسي زمينه هم ورته سازه کړې وه.

د برګډال او ايوان ريډلي رخصتونه هم د طالبانو پر مخ وهلې ټيکې دي، دا ټيکې د افغانانو د هغو وينو عار دی چې د دوی لستوڼي به د افغان تاريخ حافظه څه چې لاشعور هم ورباندې سور ګرځولی وي.

نن ټکی اسيا خو لا په خورا وياړ ليکلي وو چې “برګډال ته د «بیا رونشې» ویونکی طالب وژل شوی“، دا د ځوانمردۍ هغه معيار دی لکه ملا نصرالدين چې غلو ته تر خط پښه ور اړولې وه.

د کایټلن کولمين امريکايۍ مېرمنې او د هغې د کاناډايي خاوند جاشوا بویل کيسه، نيول او پرېښوول د طالباني تناقض د ذليلو عملونو تسلسل دی.

هغې افغانې بورې مور، هغې ورارې خور او هغې ځوانې کونډې ته چې د امريکايي کفارو د رخصت او خپلو زړه ټوټو د شهادت خبرونه رسېږي، د طالباني اسلام په هکله به څه تصور کوي؟ هغوی چې لا هم دغه جګړه د قرون وسطی له صليبي او خلافتي رنګونو سره تړي، څه ورپاتې دي؟

دا خو لا پرېږده چې جاشوا بويل يې د حيثيت لمن هغه وخت پر سر ور واړوله چې پر خپله مېرمن يې د طالب د جنسي تېري اعتراف ټولې نړۍ ته وړاندې کړ. ښه خو دا ده چې اوس افغان، افغان کلتور او افغان اسلام يو څه له طالبه جلا معرفي شوی، که نه دغه شرم به د اوږو دوه غبرګی بار و.

افغانه خاوره نن سبا د نړيوال ژورناليزم له‌پاره ښه سوژه، د نړيوالو ډرامو پراخ سټېج، د نړيوالو هيجاناتو او هېښنده‌ګۍ ځنګل او د مظلوم افغان له‌پاره سور مسلخ دی.

د طالب کومه سوړه وژاړو؟ چا ته يې وژاړو؟ افغان او په تېره بيا پښتون چې لاس يې تش دی، د طالب په معيار يې زړه هم له ايمانه تش دی، د کلمې طيبې اقرار ته يې اعتبار نه‌شته، د علي رضی الله عنه وينا يو ځل بيا رښتيا شوه چې “وږی نس ايمان نه لري.” که د افغان پښتون اسير لاسونه خالي نه وای، د طالب د توبې در به نه ورباندې بسته کېده.

رد

ستاسو برېښنالیک به هیڅکله خپور نه سي په نښه سوي برخي اړیني دي *

*

x

دا هم وګورئ

له بې دفاع خلکو سره د ترهګرو دښمني د څه لپاره؟

شریف لیلوال    ترهګر په افغانستان کې د عامو خلکو د عام وژنې په لړ ...