په روسيه کي د نړيوال جام سياليو کي تېرشپه څلور لوبي ترسره سوې

dfgdf fghپه روسیه کي د ۲۰۱۸ میلادي کال د فوټبال د نړیوال جام سیالیو کي تېر ماښام څلور لوبې وسوې.

اروګوئه درې د صفر په مقابل کې روسیې ته ماته ورکړه.

سعودي عربستان د خپل حریف مصر څخه درې د صفر پر وړاندې لوبه وګټله.

د اسپانیا او مراکش لوبه دوه -دوه او د ایران او پرتګال لوبه یو د یو په وړاندې مساوي شوه.

نن د کابل په وخت د مازیګر په شپږنیمو بجو استرالیا د پیرو په وړاندې او ډنمارک د فرانسې په وړاندې لوبه کوي.

همدا راز د شپې په لس نیمو بجو به ایسلنډ او کرویشیا او په بله لوبه کې ارجنټاین او نایجریا د سیالۍ ډګر ته ووځي.

د ایران ټیم که څه هم پرون دوشنبې د فوټبال په نړیوال جام کې د پرتګال په وړاندې لوبه بایلودله خو په ایران کې دننه ښځو په یو پرانېستي ډګر کې د دې لوبې په لیدلو سره ستره بریا ترلاسه کړه.

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...