د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ګڼو ولایتونو تر منځ د غېږنیوني لوبه ترسره سوه

ghدغه دودیزه لوبه د کلونو کلونو راهیسي د اختر په مناسبت تر سره کیږي، چي د هېواد د بېلا بېلو برخو څخه غیږ نیوونکي او نندارکوونکي ورته راځي.

د لوبي جوړونکي وایي شاوخوا ۳۰ جوړې غېږ بازان یې د هرات، بادغیس او د ډيورنډ فرضي کرښي له ها غاړي کویټې څخه راغوښتي دي او  ددغه ډول لوبو د جوړولو څخه یې هدف د خلکو تر منځ یووالی راوستل دی.

د نورو کلونو په څېر سږ کال هم د  کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي د ولایتونو په کچه د غیږ نیوني دودیزه لوبه ترسره کیږي چي د هېواد د بېلابېلو ولایتونو غیږ نیوونکي پکښي ګډون کوي.

ددې سیمه ایزي لوبي جوړونکی حاجي محمد صدیق وایي چي سپین بولدک کي ښه امنیت ددې لامل سوی چي د مختلفو ولایتونو پهلوانان دلته غیږ نیوني ته زړه ښه کړي.

هغه وایي ۳۰ جوړې غېږنیوونکي یې د هرات، بادغیس او ګاونډي هیواد پاکستان څخه راغوښتي دي.

حاجي محمد صدیق وایي ددغه ډول دودیزو لوبو د جوړولو څخه یې هدف  یووالی راوستل او د تعصب لمنځه وړل دي.

محمد صدیق وایي دوی د کندهار ولایت په کچه لسګونه تکړه غیږنیوونکي لري خو د دولت د نه پاملرني له امله هیڅ رسمیت نه لري، په داسي حال کي چي د هرات ولایت ډېری پهلوانان په مرکزي سطحه رسمیت او ثبت لري.

د  لوبي ګډونوال او غیږ نیوونکي وایي د غیږ نیوني لوبه نه یوازي دودیزه بڼه لري بلکي دا لوبه د ځوانانو د نشیي توکو څخه د ژغورني یوه ښه لاره هم ده.

دوی د دولت څخه غوښتنه کوي، چي ددغه لوبي د پرمختګ لپاره روزنیز کلبونه جوړ کړي  او پهلوانان په نړیواله سطحه وروزي.

باید وویل سي چي د غېږنیوني په برخه کي د هرات او کندهار ولایت پهلوانان د نورو ولایتونو په څېر ډېر مهارت لري او ډېری مهال ګټونکي هم دوی وي.

د غېږ نیوني دغه دودیزي لوبي ته د پخوا په څېر سږ کال هم  د ډیورنډ فرضي کرښي د ها غاړي د وګړو ترڅنګ د هرات، فراه، هلمند، کندهار، غور، بادغیس، غزني، زابل، روزګان، نیمروز او شاوخوا نورو ولایتونو څخه سلګونه غیږ نیوونکي او ننداره کوونکي راغلي وه.

 

خبريال:احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

د معلولینو د ورځي لمانځل باید نمایشي نه وي

هلمند کي د بشرحقوقو خپلواک کمېسیون د معلولینو د ورځي په لمانځغونډه کي له دولت ...