افغانستان د کرکيټ په لومړۍ شل اووریزه لوبه کي بنګله دیش ته ماتي ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ،چي د افغانستان په کوربه توب د هندوستان په دهرادن ښار کي پيل سوي لومړۍ لوبه يې افغان کرکيټ لوبډلي وګټل

د بنګله دیش لوبډلي ټاس یا پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه.

sdf sdf

افغانستان په ۲۰ اورونو کي ۱۶۸ منډي وکړې او بنګله دېش یوازي ۱۲۲ منډي وکړې او په ۱۹م اور کي یې ټول لوبغاړي وسوځول سول.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد ۴۰، سمیع الله شینواري ۳۶، عثمان غني ۲۶، اصغر ستانکزی ۲۵ او شفیق الله شفق ۲۴ منډي جوړي کړې.

د افغانستان له لوري راشد خان او شاه پور ځدراڼ درې درې، . محمد نبي دوه، مجیب ځدراڼ او کریم جنت یو، یو لوبغاړی وسوځول.

د لوبي غوره لوبغاړی راشد خان سو ځکه چي په درې اورونو کي یې یوازي ۱۳ منډي ورکړې، یو په زړه پوري کیچ یې هم ونیوه او په وروستي بال یې یوه ښکلې شپږیزه هم ووهله.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ‌ دویمه لوبه د سه شنبې په ورځ (مۍ۵) په همدغه میدان کي ده. افغانستان د کرکيټ د نړیوالې شورا په درجه بندۍ کي اتم او بنګله دېش لسم دی.

 

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...