افغانستان بنګله دېش ته ماته ورکړه او سېريز يې وګټئ

افغان کرکټ لوبډلي له بنګلهدېش سره د ۳ شل اوورېزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه وګټله او له دې سره سم یې د دغو درېيو لوبو لړۍ یا سیریز هم وګاټه.

دا له زمبابوې وروسته د کرکټ د نړیوالي شورا دویم بشپړ غړی دی چي افغانستان ترې د لوبو لړۍ یا سیریز ګټي.

بنګله دېش د پچي له ګټلو وروسته بیټنیګ پیل کړ او په لومړیو لسو اورونو کي یې ښه لوبه وکړه، خو راشد خان د بنګله دېش د لوړ هدف ټاکلو هیلي نیمګړي کړي.

راشد خان په څلورو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول او یوازې یې ۱۲ منډي ورکړې او د لوبي غوره لوبغاړی هم سو. راشد تېر میچ کي د لوبي غوره لوبغاړی و. بنګله دېش په ۲۰ اورونو کي ۱۳۵ منډي وکړې چي افغانستان په ۱۹ اورونو کي پوره کړه.

په افغان منډه جوړوونکو کي تر ټولو ډېري ۴۹ سمیع الله شینواري وکړې. محمد نبي په ۱۵ توپونو ۳۱ منډي وکړې او ترپایه هم ونه سوځېده.

شهزاد محمدي ۲۴، عثمان غني ۲۲، اصغر ستانکزي څلور منډي وکړې.

په نورو توپ اچوونکو کي محمد نبي دوه، کریم جنت او شاپور ځدراڼ یو یو کسان وسوځول. تر ټولو ډېري منډي ۴۲ شاپور ځدراڼ ورکړې، کریم جنت هم په څلورو اورونو کي ۴۰ منډي ورکړې.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د دغه سیریز وروستی لوبه د پنجشنبې په ورځ (جون۷ ) ده.

 

x

دا هم وګورئ

مرستيال والي دهند قونسل ته د ياد هيواد د مخکني صدراعظم د مړيني په موخه د تسليت مراتب پر ځای کړل

د شنبې په ورځ مرستيال والي عبدالحنان منيب او ديو شمېر ادارو رئيسان په کندهار ...