د کندهار ملي امنيت په کندهار ښار کي د خونړيو چاودنو او بريدونو مخنیوی وکړ

وسله والو ترهګرو ،چي په دوو کانتېنرونو کي يې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وه او غوښتل يې،چي د روژې په وروستيو ورځو کي د ګڼي ګوڼي څخه په ډکو سيمو کي چاودنه ورکړي کشف کړل.

د يادو توکو د خنثي کېدو پر مهال يوه کانتېنر کي چاودېدونکو توکو چاودنه وکړل،چي بې ګناه هيوادوالو ته پکښي مرګ ژوبله واوښتل.

کندهار ښاريان  د ملي امنیتي ځواکونو د هڅو د ستايلو ترڅنګ وايي وسله وال ترهګر هيڅ ډول ارزښتونو باندي باور نه لري او يوازي غواړي،چي تاوتريخوالی او وېره رامنځ ته کړي.

1

د کندهار د ملي امنیت مسولین وايي وسله والو ترهګرو پلان درلود، چي د روژې په وروستیو شپو او ورځو کي په کندهار ښار کي خونړي بریدونه وکړي، خو دوی يې پلان شنډ کړی.

د معلوماتو له مخي وسله والو په دوو کانټېرونو کي چاودېدونکي توکي، وسلې، مهمات، د ځآنمرګي بریدونو واسکټونه او باروت ايښي وو.

د کندهار د والي وياند داود احمدي وايي امنيتي ځواکونو یو کانتېنر خنثی کړی وو، خو د دوهم د شنډېدو پر مهال چاودنه سوې ده.

د کندهار د والي ویاند داود احمدي ویلي، چي په چاودنه کي ۱۶ کسان شهيدان سوي او ۳۷ نور ټپیان دي.
دده په وینا، په شهيدانو سويو کي څلور يې نظامي او پاته يې ملکي وګړي دي، خو په ټپيانو کي شپږ نظامي او پاته يې ملکي وګړي دي.

2

کندهار ښاريان  د ملي امنیتي ځواکونو د هڅو د ستايلو ترڅنګ وايي وسله وال ترهګر هيڅ ډول ارزښتونو باندي باور نه لري او يوازي غواړي،چي تاوتريخوالی او وېره رامنځ ته کړي.

ښاریان د جګړې د شکیلو غاړو څخه غوښتنه کوي چي په خپل هیواد کي دي بین الافغاني سولي ته کښېني تر څو په افغانستان کي د غم ټغر ټول سي او هیواد د پرمختګ لور ته روان سي.

د وسله والو ترهګرو لخوا د چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته سوې چاودنه د جمهور رئيس محمد اشرف غني او کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا دغه تروریستي برید غندي او د پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ ژور مراتب څرګندوي او شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې بیړنۍ روغتیا دعا کوي.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

د افغانستان دفاع وزیر د عربي اماراتو له ولیعهد سره کتلي

د افغانستان دفاع وزیر اسد الله خالد په ابوظبۍ کې د متحد عربي اماراتو له ...